(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022شعرونه او.

[01.Jul.2022 - 17:13]

ارواښاد صاحب شاه صابر

خوبونه، مخ ۶۳

.

بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي

درانه خلک سپکېږي چې په سپکو پسې ګرځي

.

زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم

چې څوک را زلمی کېږي، په ټوپکو پسې ګرځي

.

د زرکو، د کوترو ښکار د نورو مشغله شوه

زما د غرونو باز، په توت خورکو پسې ګرځي

.

بیا څوک د پښتنو د اتفاق سندرې وایي؟

دیوان یې د خوشال په لاس خټکو پسې ګرځي

.

سلا کوي، جرګه کوي، غونډېږي تندرونه

څوک ځاله جوړوي ځان له، په ډکو پسې ګرځي

.

د هغه غرڅنۍ غړۍ مې هغسې په زړه ده

لا هغسې مې فکر په کونجکو پسې ګرځي

.

د ښکلو په سینو کښې بې غرضه زړونه ګوري

صابر بلا وهلی دی، په ورکو پسې ګرځي

.

.

درک = پته، نخښه، نښانه، څرک، بېلګه

بدبختۍ = بدمرغۍ

مشغله = شغل، مشغولا، مصروفيت

توت خورک = هغه مارغان چې توتان خوري لکه چنچڼه 

اتفاق = یووالی

غرڅنی = غرنی

کونجکه = ګوجی، کنجکه، ګوجی، خرمهره، ګودړ، شاپېټی، صدف، سيبۍ، د ځینو آبي ځناورو بهرنی پوستکی

(غوړچان: ممتازخان)

............

 

 

ډاکټر اباسین یوسفزے

کتاب: غورځنګونه

مخ/پاڼه: 216,217

 

هره هڅه د ارمان شوه راته شنډه

اوس می خپل زړګے کوی زما نه څنډه

 

چی د روح پوری می څړیکی د پرهر ځی

ستا د چاؤدو شونډو خاپ می دے په ټنډا

 

بیا دی هم زما په زړه کی لوئ مقام دے

اے زما او د جانان د لاری خنډا

 

ستا د زلفو او قامت غرونه می سر کړل

ساه می ځکه دا دسی کیږی لنډه لنډه

 

مرګے څه دے د سکوت د جمود غیږه

ژوندون څه دے هله هله منډا منډا

 

لوپټه دی په مخ داسی راخواره کړه

چی توبه دی پری زما کړله بربنډا

 

زه د ټول کلی نه هسی ګیله من یم

په ما کاڼي راوریږی له ګاونډا

 

د ژوندون سره اخته مشت و ګریوان یم

لکه پېغله پېغله ناوی چی شی کونډه

 

 د باګرام په خړو خاورو کی ئي نولی

اباسین! مېنه راوړی له ملاکنډا

 Ibrahim Shah

.............

 

د رحمان بابا دیوان

مخ - ۶۷۶

.

مخ د يار، شمس او قمر، درې واړه يو دي

قد او سروې، صنوبر، درې واړه يو دي

.

حاجت نه لرم، په شهدو، په شکرو

لب د يار، شهد او شکر، درې واړه يو دي

.

که بې ياره، د بستر د پاسه پروت يم

نار او خار او دا بستر، درې واړه يو دي

.

چې و در او ديوار ته يې نظر کړم

باغ، بوستان او دغه در، درې واړه يو دي

.

چې غبار يې د کوڅې راباندې راشي

دا غبار، مښک او عنبر، درې واړه يو دي

.

خداى د يار له هجره هېڅوک خبر مه کړه

تاخت او قتل، دا خبر ، درې واړه يو دي

.

هغه دم چې سړى درومي له جهانه

تورې خاورې، سيم او زر، درې واړه يو دي

.

قلندر چې په رښتيا قلندري کا

خان، سلطان او قلندر، درې واړه يو دي

.

ور دې نه شي، په پردۍ ځمکه هېڅوک

کور او کر او مبصر، درې واړه يو دي

.

چې دې نه په کې يو يار، نه دې اشنا وي

هغه ښار، بحر او بر، درې واړه يو دي

.

په دوکان د نابيناوو جوهريانو

خرمهرې، لعل او ګوهر، درې واړه يو دي

.

پسران دې عار زما له عشقه نه کا

پاک عاشق، پير او پدر، درې واړه يو دي

.

په سبب د ظالمانو حاکمانو

ګور او اور او پېښور، درې واړه يو دي

.

غزا وشوه که ځان ستايي و رحمان ته

بې هنر او ګاو، خر، درې واړه يو دي

.

.

شمس = لمر، نمر

قمر = سپوږمۍ، میاشت

سروه = د سبر ونه

صنوبر = ديار، نښتر، جنغوزی، غړنځی، غونځی، يو ډول لوړه او غټه ونه ده

حاجت = اړتیا، ضرورت

شهد = ګبین، شات

لب = شونډه

نار = اور

خار = اغزی

باغ = بڼ

بوستان = ګلستان، بڼ (باغ)، د ګلو ځای

غبار = دُوړه، ګرد

مُښک = مشک، عطر چې د هوسۍ له نامه (ناف) څخه په لاس راځي

عنبر = ابېر، يوه غوړه خړه ماده ده چې ښه بوی لري او د عنبر نومې کب له کولمو يا ګېډې څخه را ايستل کېږي

تاخت = ۱) برید (حمله)، یرغل ۲) منډه، بېرته شاته