(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022دجېلخانې خوب

[01.Jul.2022 - 16:45]

دَ جېلخانې خوب

 

خوب  وينم  عالمه   کهُ  يې  څوک  راکړي    مانا

پروت   يم  سر  مې ايښې  دَ  خپل  يار  په  زنګانه

 

خوب  وينم  چې، پورته په هوا  لکه  دَ باز  شومه

کېناستم  په  بام دَ  محمود سترګې  دَ اياز شومه

پورته دَ خاموش زړګي نه خوږ دَ مينې ساز شومه

خرڅه   مې  په   حورو   کړه  دَډمو   زمانه

خوب وينم عالمه کهُ يې څوک راکړي مانا

 

خوب وينم چې ناست يم دَ جيندي په يخه غاړه

شاه مې سوېلو کښې لکه سره شمع ولاړه

سرې شونډې مُسکۍ شوه ماته يې وې چې ژاړه ژاړه

څکه دې دَ زړهُ وينې دا شراب دي مستانه

خوب وينم عالمه کهُ يې څوک راکړي مانا

 

خوب وينم چې باغ دې دَ ګلونو اؤ ماښام دې

سرې سترګې ساقي دَ ساقي سرو سترګو کښې جام دې

لاس په ستار پروت لېونې مست لکه خيام دې

اړئ پرې نرۍ نري دَ مينې افسانه

خوب وينم عالمه کهُ يې څوک راکړي مانا

 

خوب وينم چې سپينه سپوږمۍ پاس په خندا راغله

ماله محبوبا په شرم شرم تر خوا راغله

شونډو کښې شراب اؤ په کوکۍ کښې قضا راغله

سُر خمار يې راکړو پېمانه په پېمانه

خوب وينم عالمه کهُ يې څوک راکړي مانا

 

خوب وينم چې پټ شوم په نسيم کښې بهر لاړمه

خواله دَ جانان لکه دَ مينې نظر لاړمه

سترګو دَ دلدار له لکه خوب دَ صحرا لاړمه

يؤ شړنګ کښې مې لوټ کړه دَ عمرونو خزانه

خوب وينم عالمه کهُ يې څوک راکړي مانا

 

خوب وينم چې زهُ لکه لولکه په سېل اووتم

پورته دَ نرګس نه شوم په خوا دَ رامبېل اووتم

تاؤ دَ سپينې غاړې دَ لېلا په اميل اووتم

پټ مې ورته ؤوې سلامونه جانانه

خوب وينم عالمه کهُ يې څوک راکړي مانا

 

خوب وينم چې پورته لکه چغه دَ منصور شومه

يا يؤ موټې خاؤره ؤم يا لوې درياب دَ نور شومه

خو بانګ دَ سحر اوشو زهُ راويښ شوم کروکور شومه

خوب يؤړهُ خوبونه راژوندۍ شوه زمانه

وې  پرېوزه  لېونيه تېروه  دې  جېلخانه

 

غنی خان

 

 حيدرآباد جېل  1948ع                               

#TheLegendGreatGhaniKhan

#GhagSadarAliTakar 

-------

 

نظم - جټه

 

خان عبدالغنی خان

پلوشې ـ مخ ۱۳

ـ

بې تعلیمه ښځه غوا ده

سخو کټو له بې بها ده

ـ

نه ورانېږي نه سمېږي

بس یو شے یوه بلا ده

ـ

خُله يې ژرنده نه ودرېږي

د چرچڼو مشغولا ده

ـ

ځوے يې وران لور يې ناولې

خو د غوا پرې څه پرواه ده

ـ

یو واده د خدائے رحمت دے

یو طاعون دے یو وبا ده

ـ

په کالو نه ښکلې کېږي

دا بد خویه دلربا ده

ـ

په ګیلو نه ستړې کېږي 

بس ویرونه دي غوغا ده 

ـ

فلانے داسې فلانے داسې

دا يې کار دا يې سودا ده

ـ

وايي غني مئين په غوا 

چې دروغ دي که رښتیا؟

---------

 

 

٢٣ پلوشه 

 

مخ يې وو قبلې ته لېونى ترې خبر نه وو

سترګې يې وې وازې د انسان په تماشا 

 

عکس د سپوږۍ يې د شبنم څاڅکې وليده

ځکه په سجده شو د جانان په تماشا 

 

نشته دى د ژوند د خوب تعبير کتاب کې نشته دى

سترګې دې کړه پورته د اسمان په تماشا 

 

خداى مکه کې نشته د منصور د خولې مې واورېده

لاړ شه لېونيه! شه د ځان په تماشا  

__________________

 

ژوند 

د غنې خان بابا کلیات

مخ     - ۲۳۹

 

هر څه ده رب او همه ده رب

زه يو ماښام له راغلې يم

باغ او انګور، ميخانه د يار

زه خو يو جام له راغلې يم

 

مينه، مستۍ او خمار ده بل

رقص او خندا او سنګار ده بل

ګل او نرګس او ګلزار ده بل

زه یې تش ديدار له راغلې يم

 

زه ده لولکې وړې په شان

ګل او غوټۍ او بهار ګورم

زه لکه شمع بلېږمه

ښايست او مستي ده دلدار ګورم

 

لوئ سمندر ده مستۍ له ما

څاڅکې د رنګ راوړي دي

زه پرې ده لمر رڼا لټوم

ما هم مشال بل کړي دي

 

هر څه ده رب او همه ده رب

زه يو ماښام له راغلی يم

باغ او انګور، ميخانه ده يار

زه خو يو جام له راغلې يم.. 

بېرته شاته