(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022د نفاق رنځ

[01.Jul.2022 - 11:08]

 

د نفاق رنځ

ارواښاد داکتر کبیر خان ستوری

.

اوس که خپل جنت وطن کښې بې وطن یم

خو اخر د دې وطن اصلي څښتن یم

.

د نفاق رنځ را کښې ګډ دی، ناتوان یم

که یو ځل په اتفاق شم، توانمن یم

.

د نفاق د رنځ له درده که زه روغ شم

بیا مې ګوره چې د خپل وطن واکمن یم

.

د غاټول د ګل په بوی کښې یم لوی شوی

پروت د دنګو دنګو غرونو په لمن یم

.

سا مې واخله خو پښتو رانه وانخلې

زه پښتون یم، په پښتو باندې پتمن یم

.

که زما ستوری په قبر چېرې راشې

په پښتو راته دعا کړه، پرې مین یم

.

.

نفاق = بې اتفاقي

څښتن = خاوند، مالک

ناتوان = کمزوری

توانمن = زورور

واکمن = باچا، مالک

غاټول = خاټول، غانټول، شیندی ګل

پتمن = عزت دار

.

( غوړچان : ممتاز خان)

-
بېرته شاته