(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022د مینې

[01.Jul.2022 - 10:59]

 

څومره به ښـه وي، چې دمینې ډک ژوندون جوړکړو

دا وران ویجاړ او کنډوالـه کور د پښـتـون جـوړ کــړو

 

چې دخپل کور واک کړو، راخپل اوبیا واکمن شو دکور

د پـر مـختـګ او سـوکـالـۍ پــه لــوري یــون جـوړ کـړو

 

چــې د پــښـتـو د پــسـرلـي ګـلان غوټــۍ ونـېسي

په یـو ټــغر د ټــولــېدو،  قـامـي  تــړون جـوړ کـړو

 

چې د  پـوهـنـې  قـافـیلې   پکښې  شــاډوله کـوي

د قـام ، ولـس په ژوند کښې داسې اوښـتون جوړکړو

 

چې عاشقان پکې راغونډوي،  ټول دعشق ښـوونځي کې

دسـوچ او فـکر  آزادۍ د عشق  مضمون جوړ کـړو

 

چــې  د نظر  د  آزادۍ    سـتــوری   ځـلېـږي پکښې

پـه پـابـنـدۍ وي،  پـابـندي، داسې قـانون جـوړ کـړو

(کبیر ستوری)

————-------

 

پـسرلـی  مـې موســومــونـو کې خـوښـېږي

د ځوانـۍ وخـت مې وختونو کې خـوښـېږي

 

کــه  د  زلــفـو  ټـال   دې  اچـوې   درځـــــمــه

ټــال  د  زلـفـو،   مـی ټالــونـو کـې خـوښـېږي

 

دا  یـــوه   خــبـره   یـــاد،   درســـره   سـاتـــــه

پـښتـنـه  مـیـنـه  مـې  زړونو  کـې  خـوښـېږي

 

تا چې رنګ  ورته  دشـونډو  خپل، پــور ورکـړ

سـره  ګلان   مې پـه بـاغـونـو  کې خـوښـېږي

 

چې دا "سـتـوري" داسمان ئې په سرځانګي

اوسـېدل مـې، جګـو غــرونـو کـې خـوښـېږي

—————-

 

دا  د  فـلـسـفــيــانــو   فـــلــســفـــو  كښې شـتـه

 تـــمــه  د  ســبــا  تــورو  تـــــيـــارو   كښې شـتـه

 

شـــرنــګ   د   زلــونـــو  ئــې   ســـرودونــه شــي 

خـيــال  د  ازادۍ  چـې  ئـې  مـغـزو كښې شـتـه

 

رســي   بــه   مــنــزل   تـــه،   خــامـخــا  د ژونــد 

ځــواك  د حركــت  چې  ئې  پـښـو  كـښې شـتـه

 

—————

چــا ویـل تـش د پــــــوهـــــــــېــــدو نـــــــــښــه ده؟

ژبــه  د قـــــــام د  پـــېــــژنــــــــدو  نــــــــــښـــه ده

 

ســـــوچ   هــــم    د  ژبــې    یــوه    بـــڼـــــه  ښـکاري

ژبـه  د  ســـوچ   د  لــــــــوئـــــیــــدو   نــــښــــــه  ده

 

چــې  خــپـــلې  ژبـــې  تــــه  قــام  پـام  نــــه کـوي

نـــو  یې هـــــــمــــدا  د  ورکــېـــــدو  نـــــښــــه ده

 

بــې     ژبــې  قــــــام     وده     کــولــــی   نـــه شـي

ژبـه  د  قـــــــام  د  پــرمخــــــتــــــلـو  نـــــښــــه ده

 

ســـــتـوری    پــښـتـــو   بـانـدې    پــښتـــو په کار ده

پـــه  ژبـه  نـــنـــګ  د   نــنــګــیـــالـــــو   نـــښـــه ده

دمورنو ژبو نرېواله

————

 

د پــــــښـــــتـون د  کـــــور  لــوګـــیــه

شــیــن   اســـمــان  تـه پــورتـه  کــېـږه

 

وریـځـې  راولـه  تـیـاره  کـا      

دا خـپل ځان اوبـه اوبـه کـا

د رحــمت شـــه بــارانــونـه      

پــــه  ډاګــونـو  راوریـــــــږه

د پــــــښـــــتـون د  کـــــور  لــوګـــیــه

شــیــن   اســـمــان  تـه پــورتـه  کــېـږه

 

چې ډاګونه مو زرغـون شـي     

ښاد  اباد  پکـې  پښتون  شي

چـې کـري   پــکـــې ګلــونــه      

غـږ بـلـبـل تـه   کـړم   نڅـیـږه

د پــــــښـــــتـون د  کـــــور  لــوګـــیــه

شــیــن   اســـمــان  تـه پــورتـه  کــېـږه

 

د  پــښــتـون ښـکـلـي وطــن      

د  غـیـرت  او  نــنـګ  چـمــن

خالي مه شـه یې سـیـنـدونه      

اوبــه  تــل  پـکـــې  بـهـیــږه

د پــــــښـــــتـون د  کـــــور  لــوګـــیــه

شــیــن   اســـمــان  تـه پــورتـه  کــېـږه

 

د ښــــــــکـــلا   ډکـــې  درې       

چې  لـري  درنــې حــجــرې

ښایسته  ئې دی دنګ غرونه      

غره  په  سر  ستـوری   ځلېږه

د پــــــښـــــتـون د  کـــــور  لــوګـــیــه

شــیــن   اســـمــان  تـه پــورتـه  کــېـږه

———-

-
بېرته شاته