(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022غزل

[01.Jul.2022 - 10:56]

د رحمان بابا دیوان

مخ - ۸۳

.

دا څه مخ دی منور

چې هم شمس دی هم قمر

.

دا څه زلفې دي مښکینې

چې هم مښک دي هم عنبر

.

دا څه پیوسته ابرو دي

چې هم نېش دي هم نشتر

.

دا څه سترګې دي قاتلې

چې هم سیف دي هم خنجر

.

دا څه شونډې دي می ګونې

چې هم می دي هم شکر

.

دا څه سپین سپېڅلي غاښ دي

چې هم دور دي هم ګوهر

.

دا څه سیب زنخدان دی

چې هم سیم دی هم ثمر

.

دا څد قد او قامت دی

چې هم ګل دی هم عرعر

.

دا څه ملا ده باریک وضع

چې هم مو یې دی، هم کمر

.

دا څه زړه دی د خوبانو

چې هم موم دی هم حجر

.

دا څه یار دی نه پوهېږم

چې هم دل دی هم دلبر

.

دا څه بت دی زما ربه؟

چې هم بت دی هم بشر

.

دا څه شعر دی رحمانه

چې هم ګنج دی هم هنر

.

.

منور = روڼ، پړکېدونکی، نوراني = Bright

شمس = لمر، نمر = The sun 

قمر = سپوږمۍ = The moon

مښکین = مشکین، د مشک په رنګ، مشکي، تور رنګی، تور

مښک = عطر چې د هوسۍ له نامه (ناف) څخه په لاس راځي، مشک = Musk

عنبر = يوه غوړه خړه ماده ده چې ښه بوی لري او د نهنګ نومې کب له کولمو يا ګېډې څخه را اېستله کېږي = Amber

پیوسته = له یو بل سره جوخت = Connected, adjacent

ابرو = وروځه = Eyebrow

نېش = نېښ، لکه د مچۍ، غالبوزې او لړمان په لکۍ کښي نېښ وي، چې په دغه نېښ هر شی چیچي = Sting, lash, fang

نشتر = پاکي = Razor, scalpel 

نښتر = Pine tree

سیف = توره، تیغ، تلوار = Sword

خنجر = د چړې په اندازه يوه غوڅوونکې آله ده چې دواړې خواوې يې تېرې او سر يې راکوږ وي = Dagger

می ګونه = لکه د شراب په رنګ

می = شراب، بوږ = Wine

شکر = خواږه = Sweet, sugar

سپین سپېڅلی = پاک او پاکیزه، ډېر پاک، پاک او صاف = Clean and clear

دور = ملغلره، ګوهر = Pearl

سیب = مڼه = Apple

زنخدان (زه-نخ-دان) = د زنې د سر منځنۍ او ژوره برخه، زنچخی = Chin, dimple

سیم = سپین زر = Silver

ثمر = مېوه = Fruit

عرعر = ۱) غرنۍ سرو، سروه ۲) ارار، هرهر، يو ډول چینار دی، جګوالی يې تر ٢٠ مترو پورې رسېږي

باریک = نری = Thin

وضع = بڼه، صورت، شکل، اکر (حالت) = Condition, state, case, circumstance, manner

مو = وېښته = Hair

کمر = ملا = Back,waist

دل = زړه = The heart

دلبر = جانان، زړه وړونکی، معشوق، محبوب = The beloved, a sweetheart

حجر = کاڼی

بت = ۱) ښایسته، ښکلی ۲) له لرګي، کاڼي، وسپنې يا بل داسې څيز نه جوړ د انسان يا حیوان شکل ٣) چوپ چاپ ۴) انځور (تصوير)

بشر = وګړی، بنیادم، انسان 

ګنج = خزانه، مخزن = Treasure

(راټولونه او غوړچان : ممتاز خان)

-
بېرته شاته