(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022رندان

[01.Jul.2022 - 10:54]

خوشال بابا وایی:

درندانو په رندۍ

دشیخانو په تقوا ږو

--------------------

 

دپښتو غزلبول شاعر حمزه بابا

ای شیخه دتسبو او دستار دې غواړه خیر

رندانو سره تار دیارانې مه جوړوه

----------------------

فلسفي شاعر غني خان :

 

راشه راشه لیوني 

جام اوچت کړه مسلمان شه

درندانو په مذهب شه

او جنتي په دې جهان شه

------------------------

دپښتو ژبې یو بل شاعروایی:

 

بیازموږ رندانو الستي جامونه پورته کړل

بیا یې په شپیلۍ اسرافیلي غږونه پورته کړل

----------------------------------

 

ملګرتیا کۀ څو رندان راسره وکړي!

دا حرم به یوه لویه میکده کړم

(سېف الرحمن سلیم)

--------------------------

 

(رندان دې مست ګرځي خمار دې کوي

شيخ ورته دغسې حيران ښه دے

((سیف الرحمان سلیم)

---------------------

 

د رندانو مېکشانو مېکده ده

دلته کشر مشر نشته چرته کېنه

سيد شاه سعود

-----------------

 

 

مونږ رندان ورته د عشق په نظر ګورو

تا ته ښکاري جهنم په ميخانه کې

(باچاخان درویش)

--------------------

 

په هره میخانه کې درندانو غوبل جوړ دی

بې ځایه ویشل کیږي شرابونه دي ارزانه

(رفیع الله ستانکزی)

----------------------------

 

کوم غدار راووست محتسب دخرابات حرم ته

چې درندانوله غضبه میخانه چوویږي

(اسد زمری)

-------------------------

 

درندانو خماریانو به تل سره وي محفلونه

ددوی جوړې به میلې وي موږ به نه یو

(نا معلوم شاعر)

--------------------------

 

د رند ګریوان ته رسي د ملا ګریوان ته رسي

زما د جنون لاس خو د هر چا ګریوان ته رسي

(راشد خټک )

-----------------------------

 

ته ساقي يې او زه رند يم دوه په دوه يو

پروا مه کوه خو جام دے ډکـــــــوه يې

(سیف الله ساروان)

------------------------------

 

شپه پخه شوه واده کړي کور ته لاړل

دَ لاونډو خو بس ځای ده په حجره کې

(خیبر اپریدی)

-------------------------

 

د میکدې په کونج کي ناست دی او تسبیح اړوي

خدایه چي دغه د رندانو پیر په چا مین دی

(حکمت الله سالار)

---------------------------

 

نه ساقي نه مېخانه ،د ژوند خوئ شي رندانه

لري خپله پېمانه ،له خمار ډکه بانه

مسته مسته زمانه ،هېره تېره افسانه

(سهېل خټک)

---------------------------------

 

تۀ شېخ يې او زه رند؛ خو کۀ رښتيا راباندې وايې!

تا دا وشرموله! او ما دا وشرموله!

(منتظر شينواری )

-
بېرته شاته