(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022 دعقل لاسونه

[01.Jul.2022 - 10:49]

دعقل لا سونه ؟!

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

جنون مې په حدودو کې محدود نه پاتی کیږی 

یاغی، له اېله وتی دی جـــمود نه پاتی کیږی ؟


راوتی ابراهیم یم له لمبو دتناره نه 

بتان به دړې وړې کړم ، نمرود نه پاتی کیږی 

 

دا سپور په سفینه کی دغرور به څومره جګ ځي 

نزول ئې دپای ټکی دی ، صعود نه پاتی کیږی 

 

وختونو ئې پر ټنډه دزوال لېکه را کښلی 

دلـــمر له راختو سره مـــردود نه پاتی کیږی 

 

بیګا راته په خوب کې ملائکې وې دسولی 

وسلې لویږي له زوره ، دجنګ دود نه پاتی کیږی 

 

همت او اراده دواړه لاسونه دی دعقل 

دا درېواړه چې یوځای شي ، کمبود نه پاتی کیږی 

 

ريښتیا چې آزادي دهر ملت دبدن زړه دی 

که زړه لویږی له کاره بیا وجود نه پاتی کیږی

 

راوړی ازلی ندی له ځان سره قدرت چا 

غلام ته غلامي ، د، دارا  بود نه پاتی کیږی 

 

دا ژوند په په خپله ټولګه دخندا او دژړا ده 

سرتېره هم فریاد مري ، هم سرود نه پاتی کېږي ؟؟!

 

Abdul  Wahab Sarter  عبدالوهاب سرتیر

 

-
بېرته شاته