(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.07.2022ستوري ته سلام

[01.Jul.2022 - 10:47]

زه له په خړپوسو ووم چې ته وې سر لښکر د قام

ما به تل وييل جې کاش ملاو شي ماته سنا مفام


کله چې زلمې شوم سنا په لوري در روان شومه

څومره تکليفونه ازمپښتونه او سختې ګام په ګام

 

ځان ته مې وييل مقام د ستوړي ته ختل ګران دي

چرته کې پړکه چرته کې لومه جرته پروت دې دام

 

لاس مې په تندې دوراني کيـښودو د لرې نه

ډنګې حوصلې د کبير ستوري ته مې سور سلام

(شبير دراني)

.............

 

که څوک لر دې او که بر دې زما ورور دې

 يو مو وينه يو مو مينه يو مو شکور دې

 

پپښور که مې د ستړي زړۀ دمه ده

کندهار کويټۀ مې مټې کابل زور دې

 

چې په ننګ يې خوشحال  خان تړله توره

هم هغه زما لښکر سنګر اوکور دې  

 

دوراني د لر و بر نغره مو څه کړه

کبير ستوري بيا راکړې نن پيغور دې

(شبير دراني)

...........

 

پناه  د سترګو شو په زړونو کې اوسيږي کبېر

خداګو چې نن هم راته وړاندې وړاندې کيږي ګبېر

 

عالمه نه مري خدايګو نه مري د قلم خاوندان

شرط پرې تړمه تر قيامته به ياديږي کبېر

(دورني)

..........


کفن اوشلوه   راپاسه کبير جانه

د پرون نه دې نن ذيات دې ضرورت

 

د قلم خاوندان ډير دي دورانيه

کبير ستوري لوړ مينار وو د غظمت

(دوراني)

 

Shabir Khan Durrani

.......... 

 

-
بېرته شاته