(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

25.06.2022د معرفت جوهر او

[25.Jun.2022 - 07:44]

د معرفت جو هر      

په خپل احساس څوک پوهولی،نشم

چــاته دردمـن زړګی ،ښـــودلی نشم

 

په زړه لـــــرمه ،ناويـــيلی قــیصـــی

غـوټي د زړه چــاته ، سـپړلی نشــم

 

یم لاروی ، د بــیدردۍ ، د کـــاروان

داخپل احساس، چا کې لیدلی نشم

 

دی انساني احساس په زړه راسـره

خـپـل انساني احساس وژلی نشــم

 

هـــومــره حـالاتــــو،کــــړولی یمــــه

چي په آرام زړګـــي ، ژړلــی نشـــم

 

چي وي جـــوهر د مــعرفت ورســره

یو صـاحبدل دلتــه،میــــــندلی نشـم

 

چي پري ماتیږي د دردمـــنو ،زړونه

داســي یو حرف چــاته، وييلی نشم

 

د زړه ســـکون ، رانه حـــالاتو وړی

ځـکه په ډکـه خــوله خنـدلی نشــــم

 

چي چیرته و نشـي احسان له لاسـه

اغـــزي د چــا مـخ ته کرلی ، نـــشم

 

سید عبیدالله نادر

کال ۲۰۱۷کلفرنیا

-----------------------------

 

 د عبرت دفتر

په ذهن چي می، یو مطلع راغله سحر

کیــــفیت نه یي ، د ســـــــحر کړمـه خبر

 

د عـــبرت غږ می راورســـــیده غوږ ته

چی په خود شه ، بیا په خپل حال وکړه نظر

 

د عبرت غــــــږونه ډیر کـــوو ، تا باندی

چـــــی ای غــــافله په تا نه کاندی ، اثر

 

خار وخس څخه آواز د عبرت خیژی

که څـــــوک یي واوري دا ندا د خیر وشر

 

په دي جهان کې ، رمــوزات دي د عبرت

د انتـــباه د پــــاره جــوړ ترې نه دفتر

 

 (سید عبیدالله نادر)

-
بېرته شاته