(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.06.2022شعر او څلورېځې

[18.Jun.2022 - 13:24]

شاعر: سید عبید الله نادر

د علم سره مینه                        

زه د عــلم پــــــه ډیوه یــــــــم، پروانه

سر می کړی ، په دي لار کـې نذرانه

له ازله می، قســـــمت، په معرفت وو

ځکـــــه یمـه  په دنــــیا  کې ، فرزانه

د وحدت شراب د عــلم ســاقی راکړه

په یو ګوټ یي یم ، تراوســـه مستانه

نشتـه لوی ګــوهر تر علم و معرفت نه

ځکـــه بولي ، هوښیـــاران یي خزانه

څـوک چی نه لري ، د علـم سره مینه

تر هـــغي به چــــیري نه وي ، دیوانه

 -----------

 

څلورېځې / شاعر: سید عبید الله نادر

 

خیالي اتلان          

څوک په لافو ځان ښودنه ، کړی سیالي

له ځان نه جوړ کړي، یو اتل د خـــیالي

د چا پرواز د مشرب دومره وي عالي

چې خپـــله ډکه پیمــانه ویني ، خــــالي

*****

د غلیم په ملک کې            

د غلیم په ملک کې پروت یي ، د وطن نارې وهی

ته به څـــــــو لـــکه بلبله ، د چمــــن نارې ، وهی

په آخـــــر به خــوار ذلیله ، ګرفتــــارشی ، د غلیم

ته چــي دي وطن کـــې هر دم ، دختن نـاری وهی

*****

زیار او زحمت            

سمسور به دا وطن شي ، په زیار او په زحمت

آباد به دا وطـــــن شي ، په کــــــار او په همت

په مټو د ځـــــــوانانو ، په تدبیر د عــالمـــــانو

جوړیږي ، له ډاګــــونو ، ویرانو څــخه جنت

*****

مالیاران              

په دي وطن کې غمــخواران نشته دی

د باغ و بڼ یي ، ما لیاران ، نشته دی

وران شـــو وطن ، د جــهالت په لمبو

د جوړیدو یي ، معمـــــاران نشته دی

*****

په مانا کې ډوب            

کـله کــله شمیر د مړو کــــې زه حســـاب یم

هر یو سوال ته، په خـــلقت کـــې لا ځواب یم

یو ګړې چې بیخودۍ کــې ، ځــــان ځیر شــم

هغــه وخت دی چي،معنی کې لوی دریاب یم

*****

زما قرار              

نه پوهیږم چـي به چیرته ، زمــا قرار وي

چی ګوګــل که می سر لوړی دا شرار وي

خو پس له مرګه که می غواړئ په دنیا کې

عـارفــانو په ســــیني کــې زمــا مـزار وي

*****

زمونږ پته                  

نړۍ په مخ تیــاره شـــــوه، له خـــپله جهالته

تر قیـامته به ویښ نه شو ، لــه خـوبه د غفلته

کاروان له مخي تللی، مونږلاس تر زنۍ ناست یو

له پاڼـي د تاریخ څــخه ورکیږي، زمونږ پتــه

*****

د ګدازاثر              

دا می خیال وو ، چي محرم شمه د راز

شپــه او ورځ وم، په دعــــــا او په نیــاز

په طـــاعت او عبادت هم حاصـل نه شو

هغه څه چي می حاصل شول ، په ګداز

*****

د خلاصون لاره          

زړه ضمیر می معرفت کې کړې ، روښانه

چي مشکل می شي ، په علم باندی ، آسانه

روح او تن می ، جهالت کې په عذاب شو

د خــلاصـــــون لاره ده ، تا سره رحمانه

*****

د سترګو آئینې            

په آسمان کې می د خیال، لکه ستورۍ ځلیدلی

آیيني کې می د سترګو، کــله کــله ښکاریدلی

شکایت ستا له بیلتونه په زړه کې دومره ، نشته

ځکه کعبی کې می د زړه ، په عمرونو تاویدلي

 *****

د روزګا جفا              

که حیات او ژوند همیش وای تل تر تله

دا جفا به د روزګـــار وای په هر کــــــله

ښه خـو داده ، چـي هره شیبه ، تیریږي

کـه نه تل به ، دا جفـــا مونږه زغمــــله

*****

د زړه دنیا            

راځـئ چي کړو ، دا دزړه دنیا ودانه

دا تیارۍ په معــــرفت باندی روښانه

په نفاق او په کینو کې به تر څو وي

آرزوګـــــانو آرمــــــانونومېنه ،ورانه

*****

دعبرت لید                  

مړی ښخول پر سر باندی یي ، خاورې اړول

تورو تیارو کې د لـــحد یي یواځـــي پریښودل

دا و هغـــــــه نادانو، جـــاهلانو ته عبرت دی

چي يي نشته، په زرګــــــونو اشاراتو ویښیدل

*****

ماهرو ساقی              

داسي شراب چي په دردونو مي آشنا کړي

چي ضـــمیر مـــــي د ریا څخه صفا کړي

تمنـــا می، د مـــاهرو ســـاقی د لاس ده

په یو ګوټ له دواړو کونو مي ، فنا کړي

*****

د وطن وږمې            

نه پوهیږمه،وږمی د کـــــوم چمن راځي

خوشبویي ورسره نغښتی، د وطن راځي

معـــطره ده صــــحرا،  په عطرو باندی

که د مشــــکو رایحه نن ، له ختن راځي

*****

د بشر په حال غمجن          

نیمو شپو کې چي بشر په حال غمجن ، وي

بـی قراره،په بستر کـــې ،اند یښـــــمند وي

د بشـــر په درد و غـــم کې ، تل کــــړیږي

هغه څـــوک چـــي په عالم کې، دردمن وي

*****

په نفسونو حاکمیت          

لاره د حل ، په نفسونو حــا کمــــــــــــیت دی

راوتل لـــه حـــرص و تمـــی ، په همــت دی

حرص وتمی غلامۍ کې،که څوک ژوند کړي

ژوندون نــه دی ، و مردانــــو ته ذلت دی

-
بېرته شاته