(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.06.2022بیا هغه شان ووایه

[14.Jun.2022 - 09:13]

ماته جانان ووایه

 

بیا هغه شان ووایه

ما ته جانان ووایه

.

درته یادېږم، که نه؟

ښه په ایمان ووایه

.

ستا ومه، ستا به یمه

علي الاعلان ووایه

.

زه یم ټپه د مینې

ته یه قربان ووایه

.

زما په مینه کښې ستا

که وي تاوان ووایه

.

د زړه خبره اشنا

یمه روان، ووایه

.

د جدایۍ زړګیه

که لرې توان ووایه

.

انوره بې د مینې

څه دی ګوزران ووایه؟

.

.

علي الاعلان = په ښکاره ډول، صفا صفا، په څرګنده توګه

تاوان = ۱) زيان، ضرر، تروټ ۲) جرمانه، پور ۳) په غاړه کېدنه، د نقصان تلافي

توان = وس، زور، طاقت

 

 انور مانېروال

ما ته جانان ووایه

مخ - ۱۵

 

(غوړچان: ممتاز خان)

-
بېرته شاته