(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.06.2022 زما نه مخکې ..

[01.Jun.2022 - 12:41]

دا اوس چې پسې ټول خلک ولاړ دي او خاموش دي

" دانشهپه   مذهب  کې  د  ملا  نه مخکې څه وو؟ 

..........

زما نه مخکې ته وې، خو چې تانه مخکې څه وو؟

جوړه  چې  دونیا  نه وه، دونیا  نه مخکې  څه وو؟

 

یو څو سوالونه داسې چی سوالونه ترې جوړیږی

دا تاته چی ریښتیا دي،دې ریښتیا نه مخکې څه وو؟

 

دا   ډیر  خلک  غلط وو،  که  دا  لږ  خلک  غلط دي؟

دا اوس چې رڼا راغله دې رڼا نه مخکښې څه وو؟ 

 

تا ولې  بې  قیمته کړه، د سر سیورې ئې ورک شو

آدمه! په ژوندون کښې د حوا نه مخکښې څه وو؟

 

د دې  دور  ماشوم  یم ،  بو  بلا  نه     نه   ویرېږم

بې بې په دې مې پوئی که د بلا نه مخکې څه وو؟

 

تا هسې  زه  بدنام  کړمه، په  پوخ ایمان  کافر شوم

ما   دومره  قدرې  ووېل،  ابتدا  نه مخکې څه  وو؟

 

دا اوس چې پسې ټول خلک ولاړ دي او خاموش دي

" دانشهپه   مذهب  کې  د  ملا  نه مخکې څه وو؟ 

 

(بخت زاده دانش)

-
بېرته شاته