(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.06.2022غزل

[01.Jun.2022 - 08:55]

آرزو مې زړهـ کښې په سلګو شوه تهـ به کله راځې

د صبر ساه مې په سکیندو شوه   تهـ به کله راځې

 

روښانه  ستورو ورته   ستا د راتلو  نخښه  ورکړه

سپوږمۍ روانه وه تله،  ورو شوه تهـ به کله راځې

 

ستا   د راتلو د ځوانی  مرګ   اقرار پهـ طمع طمع  

زما   ځواني    لاړه  پهـ  تلو  شوه تهـ به کله راځې

 

چې  دې  زما  پهـ ژوند د نهـ  راتلو  قسم  کړے وۀ 

راشه اوس ساه مې پهـ وتو شوه تهـ  به کله راځې

 

د    قلندر   د   ارماني  ژوندون    علاجه    مرګه !

هغه خو  اوس د  نهـ راتلو   شوه  تهـ به کله راځې

(قلندر مومند) Qalander Momand

-
بېرته شاته