(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.06.2022مغل

[01.Jun.2022 - 08:43]

مغل بی قدره- پښتون بې ننګه

توبه له تورې- توبه له جنګه

تسبح په لاس کې په نظامپور کې

ناست په مسجد کې جمدر تر څنګه

تیرا مې وليده راغلم تر سواته

پښتون مې وليد د لوی لویذاته

عقل همت مې د چا و نه لید

په بېرته راغلم ناست يم ملا ته

وګړي واړه کارونه خپل کا

مردان هغه دي چې کار د بل کا

څوک چې ارام ګټي د نيکو نام ګټي

د خوږو زړونو دارو متل کا

که تازي ژبه هر ګوره ښه ده

فارسي هم ډيره په خوند خوږه ده

چا يې پلو د جمال وانخيست

پښتو لا هسې بکره پرته ده

 سترخوشحال خټک (رح)

-
بېرته شاته