(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.06.2022ژوند ښکلی

[01.Jun.2022 - 08:37]

 

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

لکه د رسم کتابچه کښې د ماشوم دونیا 

چې په اسمان کښې یې راځوړند کټ وي

چې خور یې خاندي 

د ابا سر یې له لمره غټ وي 

له دې دونیا سره همدغسې چلند ښکلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

ایینه مصاف کښې چا ته 

تر زرین شال لاندې هېنداره کښې لومړۍ موسکا

او بیا له لاسه نیول

سور په نکروزو یې د ناوې سپین مړوند ښکلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

لکه غنمو کښې د غېږو اېستل 

لکه ګاڼۍ سره راتاوه منډه

لکه ناوې نه راروانه شیره

لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

په وړو ګوتو یې زري کښې تاو کړه 

په اشارو ورته غوسه غوندې شوه

ورو یې په اړخ باندې راواړوله

بیا ورته کټ کټ له خندا نه شنه شوه

وړې نانځکې سره دغسې پیوند ښکلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

د کمپیوټر په پرده راغی مسیج

د یوې مینې څو خوږې اشارې

په مسینجر کښې یې ځواب غواړي

له چا نه ورک دي ټول ښایسته لفظونه

ناست ورته لاس تر زنې ژڼی وړوکی فکرمند ښکلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

د قرات کتاب کښې دوه نخښې دي

یوه بڼکه د تاووس، بل د جانان تصویر

په ازموینه کښې، د نقل یو وړوکی کاغذ

او د رحمان بابا غزل سره د سترګو رسم

په مړاوو سترګو کښې د پټو غمو خوند ښکلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

.

یه خلکو خلکو خلکو

ښکلو خلکو 

مه نیسئ 

ژوندون ته ټوپک مه نیسئ 

دار څخه پړي واخلئ

بار له یو ستړي واخلئ

ښکلی دی عشق ښکلی

د ژوند څلی دی

.

ژوند، ژوند، ژوند 

ژوند ښکلی دی

 

شاعر: غفور لېوال

غوړچان : ممتاز خان

-
بېرته شاته