(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.06.2022جنکۍ نه راځي

[01.Jun.2022 - 08:17]

خلک بدل شوو که بدل شولو وختونه؟

جینکۍ نه راځي ګودر ته

.

په خوا به هر مازیګر د نظر سېل و

منګي په سر به جونو جوړ کړی ټېل و

د ګودر هر بوټی به عطر پولېل و

اوس په کښې الوځي سپېره سپېره بادونه

.

دا څه جادو کړ چا په کلي کور؟

د ګودر پاتې نه شو څه حاجت نور

په دیدنونو باندې پورې شو اور

خدای زده مینو ته چا وکړه ازارونه

.

تل په مینو کېږي داسې ناسازې

دلته به رانه شي بیا زلفې درازې

اسراره ګرځې به اوس دلته یواځې

چې زړه دې تنګ شي یادوه زاړهٔ وختونه

.

.

ټېل = ګڼه ګوڼه

پولېل = خوشبويه تېل، روغن موی، سرغوړ، پولېل

زلفې درازې = اوږدې څڼې، اوږد وېښتان

یواځې = تنها

یوازې = صرف

تل = همېش

شاعر : ډاکتر اسرار (غوړچان: ممتاز خان

 
-
بېرته شاته