(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

27.05.2022 د اوښکو

[27.May.2022 - 13:08]

د پښتو ژبې دملي شاعر ملنګ جان خوږکلام دارواښاد استاد ایوب په ښکلي غږکې

 

د اوښکو رود مې په گريوان راغى

خاونده بيا زما په ياد مخ دجانان راغى

زما بې غوره ياره راشه چې بيمار دې کړمه

تنها دې پريښودم د خلکو منت بار دې کړمه

داحتياجۍ شپې تيروم سخت مې په ځان راغى

خاونده بيا زما په ياد مخ د جانان راغى

زه ستا لپاره دښايسته وو خد متونه کوم

په احترام ستا د همزولو احترامونه کوم

زړه په فرياد شو پکې خيال ستا دلبا ن راغى

خاونده بيا زما په ياد مخ دجانان راغى

ستا دوصال دشپولې لاندې خوږ ژوندون و زما

ښه روغ سړى وم نه مرض او نه جنون و زما

خلک مې بولي عصبي چې ستا هجران راغى

خاونده بيا زما په ياد مخ دجانان راغى

که په مرگي درنه جداواى دې لاره يو اصول

چې په ژوندون درنه جداواى همدا زه يم مسئول

قانون دعشق کې مسئوليت په ملنگ جان راغى

خاونده بيا زما په ياد مخ د جانان راغى

https://www.youtube.com/watch?v=iUEMoIcW-K0

-
بېرته شاته