(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.05.2022غزل

[18.May.2022 - 15:08]

د حمزه بابا کلیات، مخ ۵۶۸

.

ټينګه په وعده نه شوې، دا څه چل دی

کلکه پښتنه نه شوې، دا څه چل دی

.

زه درته په وږي نظر ګورمه

نن چې ته کچه نه شوې، دا څه چل دی

.

ډېره ګوستاخي مې نظر وکړله

ما ته ولې سره نه شوې، دا څه چل دی

.

لاس مې تېری وکړ خو شکمن شومه

ټکنده غرمه نه شوې، دا څه چل دی

.

ته مې مخروڼۍ د ماښامونو يې

سوځې خو ډېوه نه شوې، دا څه چل دی

.

هم مې شوګیره، هم انتظار ته یې

بیا چې زما شپه نه شوې، دا څه چل دی

.

ما خو به مکان په زړه کښې درکړلو

ته چې زمانه نه شوې، دا څه چل دی

.

تا خو د وختونو پروا نه کړله

لاړې راستنه نه شوې، دا څه چل دی

.

ټنډه د حمزه وې د قسمت غوټه

مړ شو، ته خوره نه شوې، دا څه چل دی

.

.

ګستاخي = بې ادبي، سرګشي، بې شرمي، بې حيایي، سپورژبي

تېری = ظلم

ټکنده غرمه = ټکڼه غرمه، سره غرمه لکه په ډېره غوسه

مخروڼۍ = کامرانه، عزتمنده، بختوره

ټنډه = ۱) وچوولی، وچوېلی، تندی ۲) پړسېدلې، ډډه

(غوړچان: ممتاز خان)

-
بېرته شاته