(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.05.2022ژړا او

[09.May.2022 - 17:02]

ما پــتـه لـګـولـې ، ژړا مـشــره لــه خـنـدا ده (۱)

دا مـشره د رقیـب ده، خـو دا کـشره يـې زما ده

 

ژړا  نه مې زړه تور دی، مبارک دې شي رقیب ته

ژوند ښه دی په خندا کې، چې خوښي اوخوشالتیا ده

 

ماشوم چې چېرې وشي لومړی ژاړي وروسته خاندي

ژړا ښکـاري نسلي، خو خندا   زده کـړه  له د نـیا ده

 

خندېږه راته خانده چې د ژوند ستوری روښان شي

خنـدا چـې پکې نـه وي د ژوندون خونه  تالا ده

 

 (کبیر ستوری)

ــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ ) دا پته ما ته د  ودې د ساپوهنې سربېره زما د لمسي پوهیال ستوري د پوهنېزې څارنې په لړ کې لګېدلې ده

پوهیال ستوری په ۱۹۹۸/ ۳/ ۱۱نېټه زېږیدلی تر دري میاشتو پورې ئې وچه ژړا کوله چې اوښکې ورسره بدرګه نه وي، ورسته د درې میاشتو د ژړا سره اوښکې بدرګه شوې او په همدې وخت کې په مسکا چې د خندا لمړنۍ بڼه ده پیل وکړه، ددي څارنې په ترڅ کې دا خبره تائید شوه چې ژړا نه یوازې د خندا نه مشره ده بلکه په ډېره اندازه سره پیدايښتي ( یا نسلي ) او خندا د زده کړې په بنسټ منځ ته راځي (کبیر ستوری)

-
بېرته شاته