(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

09.05.2022 سوره

[09.May.2022 - 16:45]

 

سوره / سوه ره ( سورا) / آزاد 

  یادګیرنه : سوره ( سورا) د ظالم پښتني دود دستور وهلې هاغه بے قصورہ او مظلومه لور خور ده چې د خپل پلار، ورور او یا نورو خپلوانو د قصور د بخښلو په بدله کې د خپلې مرضۍ خلاف د دُښمن کور ته واده شی او بیا ټول عمر یې د اور په سکروټو تیریږی۔ دا ازاد نظم د دغه ناترسه دستور د جبر ښکار شوو د دوه مئينو د نیمګړې ارمانی مینې هنداره ښایی ۔

          

تا ویل چې لاړه شم نو زړه صبر کړه هیره مې 

کړه

ضروری نه ده هره مینه چې منزل ته رسی

زہ محبت قربانومه د پښتو په څلی

ځمه خپل ځان ګاڼه کومه په دستور د کلی

خپلو خیالونو نه زما تصوٌر  ونړوه 

خپلو فکرونو نه زړې خبرې وشوکوه

تا وې چې وخت به دې پخپله پرهرونه ‌‌‌‌‌‌ډک کړی

داسې نیمګړې مینې ‌‌‌‌‌‌ډېرې دی پرتې څلو کې

 

یوہ ‌‌‌‌‌‌ډولۍ کې بله ورځ ستا جنازه لاړله

نه ‌‌‌‌‌‌ډمامې وغږېدې نه چا اتڼ واچوه

نه لوپټې ورپېدې ستا د ‌‌‌‌‌‌ډولۍ لپاسه

نه پتاسې وورېدې نه شور او زوږ پورته شو 

 

قتل دې ورور کړېؤ ته پکې عمری قیدې شوې

د دُښمن کور کې چُپه خوله لکه څاروے خوندی شوې

گُلې چې لاړې بیا په کلی کې چا وُنه لیدے

کلونه وشول هره ورځ هغه سنګر ته راځم 

کوم ځاے زما او ستا د مینې چې وږمې خورے دي

ھغه وږمې اوس هم تازه دي لکه نوې ګلاب

د وچو پاڼو کړس چې وشی نو په شا وګورم

ھره ښکالو راته ګُمان ستا د راتلو راکوی

ته د پښتو په دود ګاڼه شوے زہ په لوظ د مینې

ضروری نه ده هره مینه چې منزل ته رسی

 

ولې د وخت څلی کې مینه خخېدلے نه شی

ستا تصوٌر زما له زړه نه نړېدلے نه شی

زہ چې خپل زړه ته سر ور ښکته کړم دیدن دې وکړم

ستا موسیدلے تصویر ھغه شان دېره دے په کښې۔

      ( اعجاز یوسفزے)

-
بېرته شاته