(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.05.2022 منمه

[06.May.2022 - 16:27]

منمه ولسمشره ! واک تقسېم دې مجبوریت دی

پښتو   ته دې  شاه  کړیده   همدغه یې علت دی

پښتو  که کړې راخپله نو هم توره ده هم پت دی

پښتو،   پښتونولۍ کې ورورولي او هم عزت دی

 

منمه   ولسمشره  !    نړیوالو    ښه  ونه    کړل 

دې ځینو  همشموله  هېوادوالو  ښه ونه  کړل

دې ستا  مشاورینو او  مرستېالو   ښه  ونه کړل

دې  ځېنو  پښتنو  او احتېاط کارو  ښه  ونه کړل

 

ددغه ټولو ستونزو دا یوه لار دخلاصون شته

پښتو، پښتونولي ددې بحران نه د وتون شته

-
بېرته شاته