(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022 نوی خبر

[14.Apr.2022 - 15:22]

زه نجومي يمه او دلته څه ژوندون نه راځي 

نوم به بدل شي ولې نور هډو بدلون نه راځي 

يو بل ته مونږ به خوشحالﺉ مبارکﺉ اوايو 

ولې دملک په پاليسو کې ښه  سمون نه راځي 

زه د قامونو د حقونو نعرې ډېرې اورم 

ولې ددغې مسلو دحل قانون نه راځي 

دغې لوی قام په زنځيرونو کې تړلې يمه 

ددې ټوټې  ټوټې پښتون يو ځای  سمون نه راځي 

د ټولو ډلو مشران دغې وردۍ ته ګوري 

شمسه په يو به باز کيني بل هيڅ راتلون نه راځي

 

Shams Buneri شمس بونیری

.......

 

ماته امرېکې نه يو وړوکې خط راغلې دې 

دا د شکاګو نه يو غريب مزدور ليکلې دې

هيڅ بدلون او هيڅ جمهور به دې وطن کې رانشي 

دې شهباز خو بس د اقتدار ټکې لوستلې دې 

دلته پاکستان کې نه مزدور او نه کسان شته دې 

وس هر يو دوبۍ او سعودي په لوري تلې دې 

دا جنګونه نوي شو پښتون غريب تاله واله 

دغې اباسين خو د پنجاب په لوري وړې دې 

خلق راغونډيږي د بدلون د پاره ګام اخلي 

مونږه پښتنو په دشمنﺉ قران خوړلې دې 

دا په دليلونو وېنا ګانو باندې نه کيږي 

يو حيدر ليګيادې ولې قام ترې تختېدلې دې 

شمسه کور کې کېنه يا غزلې يا ټپې وايه 

ستا جانان کم عقله نه خو تلې نه راغلې دې

 

Shams Buneri شمس بونیری

...................

 

يو جانان غواړمه خو سم ګورمه 

پدې پوهېږمه چې غم ګورمه 

زما په زړه کې سلامت اوسيږي 

ولې د يرې ورته کم ګورمه 

ملا په څه دې کافر کړې يمه 

څه بت خو نه ګورم صنم ګورمه 

جانانه غلې شه ظلمونه پرېږده 

کنه قسم دې چې دويم ګورمه 

شمس لېونې نه دې چې تا خوږه وي 

ستا انګي د ګوړې چم ګورمه

..........

 

څوک چې ازادي غواړي 

ډيره قرباني  غوا ړي 

دا وحتونه دا دور  

بس باچا خاني غواړي 

دا ملا چې غلې کړي 

هغه مست غني غواړي 

خوار خټک ته اوګورﺉ 

نوي ليوني  غواړي 

شمسه په خله نه کيږي 

زړه غواړي ځلمي غواړي

...........

 

لږ وييل مې ډير خوښ وي 

ستا ليدل مې ډير خوښ وي 

ستا شونډې او ستا ژبه 

دا چوپل مې ډير خوښ وي 

مړ دې شم خو ستا سره  

شپه کول مې ډير خوښ وي 

ځه چې غاړه غاړه شو 

لاس نيول مې ډير خوښ وي 

غلي غلي ګوري چې 

داسې غل مې ډير خوښ وي 

زه حسن پرست يمه 

ښکلې ګل مې ډير خوښ وي 

شمسه نن رښتيا وايم 

ستا غزل مې ډير خوښ وي

 

Shams Buneri شمس بونیری

.........

 

نه کبير شته نه زمونږه خان لالا شته 

هسې خوشې بې مطلبه دا دنيا شته 

زما ستر ګې نه خوه ږيږي را يا ديږي 

نه محفل شته نه الفت شته نه خندا شته 

دغه دواړه ربه زه جنت کې غواړم 

ماسره يوه وفا بله دعا  شته

.........

 

نه کبير شته نه زمونږه خان لالا شته 

هسې خوشې بې مطلبه دا دنيا شته 

زما ستر ګې نه خوه ږيږي را يا ديږي 

نه محفل شته نه الفت شته نه خندا شته 

دغه دواړه ربه زه جنت کې غواړم 

ماسره يوه وفا بله دعا  شته

 

Shams Buneri شمس بونیری

........

کبیر: ډاکتر کبیر ستوری

خان لالا: محمدافضل خان

........

-
بېرته شاته