(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022ډالۍ

[14.Apr.2022 - 14:55]

ډالۍ!

اینه به له غباره جوړومه

څه بهانه له انتظاره جوړومه

 

ستا لیده لکه د طور تکرار کیسه اوس

غره ختلو ته به لاره جوړومه

 

چې ملا په کې سلام د ساقي اخلي

میخانه به له دې ښاره جوړومه

 

چې یواځې په کې غږ د مینې کیږي

 مناره به له چناره جوړومه

 

زه کوشش کومه ځان په کې راټول کړم

ستا له کاڼې زړه هېنداره جوړومه

 

وخت ولاړ دی ثانیه ګر حیران په سات کې

یار خفه به تر سهاره جوړومه

 

د ځلاند شکر د مینې هنر ښه زده

ستا اقرار به له انکاره جوړومه

 

ډاکتر فیض محمد ځلاند Dr. Faizi Mohammad Zaland

.................

 

ډالۍ!!!

 

څو د مینې پیروان دي

څو ښاغلي انسانان دي

 

چا له ژونده لاس اخیستی

څوک پریښي بیا جانان دي

 

د چا ځمکه کې ځای نشته

د چا ستوري په اسمان دي

 

چا ته لمر په برخه رسي

څوک رڼا سره بیا وران دي

 

څوک په وصل کې خفه دی

څوک خوشاله په هجران دي

 

چا ته هرڅه کې یار ښکاري

 په چا ناست د یار پیریان دي

 

څوک په ګټه پسې ورک دي

څوک خوشاله په تاوان دي

 

ددې ټولو یو یو خدای دی

د چا څو رنګه خدایان دي

 

زما په برخه کې ځلانده

شکر سترګې د جانان دي

 

ډاکتر فیض محمد ځلاند Dr. Faizi Mohammad Zaland

............

 

ډالۍ!

 

باران دې نه اوري جانان ته انتظار په کار دی

ځمکه دې ودریږي اسمان ته انتظار په کار دی

 

زموږ د کال په موسمونو کې ډېر کم وي سپرلی

يه دې وطن کې لا انسان ته انتظار په کار دی

 

د اینې سترګې د یار په مخ کې خښې شولې

سینګار ترې پاتې زنخدان ته انتظار په کار دی

 

د جانان غږ مې شو تر غوږه زړه مې ودریده

لمونخ چې ونه کړئ لږ اذان ته انتظار په کار دی

 

ساقي ته ودریږه چې سترګو ته خمار راشي

وریځ راغلي بس باران ته انتظار په کار دی

 

ځلانده کینه لاس تر زنې تماشې ته د یار

په دهغه ګټه کې تاوان ته انتظار په کار دی

 

ډاکتر فیض محمد ځلاند Dr. Faizi Mohammad Zaland

...........

 

راځه!

 

راځه تصویر کړو بیا څه خاطرې جانانه

 رنګین څاڅکې ورته له شنه اسمانه راوړو

نایاب رنګونه ورته له بوډۍ ټاله قرض کړو

غنچې د ګلو ورته له ګلستانه راوړو

 

راځه جانانه دا ځل دنیا قدم قدم کړو

دیدن ته جوړې بیا بهانې ول ول کړو

راځه چې پیل کړو بیا سبق د مینې ښار کې

د نفرتونو زړونه په مینه دل دل کړو

 

راځه چې وخاندو د ښارېې په مخ کې

روح د ژوند خور کړو د هدیرې په مخ کې

راځه په ګډه جانان د انا الحق ناره کړو

د کرکې زړونه مات کړو ددې نارې په مخ کې

 

راځه چې پټه کړو دا ښکلې شیبه له دنیا

د خاموشۍ په شور کې له غیږې خوند واخلو

سکڼي ماښا کې غرق شو شوګیر د شپې خمار کړو

په شنه سهار کې یار له تیارې ژوند واخلو

 

راځه دې خلکو ته د مینې درس شروع کړو

ملا ته ووایو چې اذان د مینې وکړي

د نفرتونو خلاف لاریون ته لار جوړه کړو

پاچا په نره سبا اعلان د میني وکړي

 

راځه چې نوم د وطن افغانستان خوښ کړو

مینه کې غرق شو بیا هر یو انسان ښکل کړو

 د لمر تندي نه خوله د سرې ګرمۍ وچه کړو

د دیوال سیوری ته ناست هر یو افغان ښکل کړو

 

 

ډاکتر فیض محمد ځلاند Dr. Faizi Mohammad Zaland

-
بېرته شاته