(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

14.04.2022 دحمیدبابا او

[14.Apr.2022 - 14:25]

درد مې اسوېلی کړه، بیا که ځې نو ځه

ځان ته مې لوګی کړه، بیا که ځې نو ځه

 

ته او بیا راتله په عقل ګرانه ده

نن مې لېونی کړه، بیا که ځې نو ځه

 

ووایه رښتیا، که خپلېدی نه شو

خیر دې ما پردی کړه، بیا که ځې نو ځه

 

تندی ته مې وګوره طاعون نه شې

شونډې مې لوندې کړه، بیا که ځې نو ځه

 

سترګو ته مې لږ غوندې خوب راوله

ورکې شوګیرې کړه، بیا که ځې نو ځه

 

شپه ده شوګیره ده څه مالومه ده

ډکې پېمانې کړه، بیا که ځې نو ځه

 

مینه څه ده؟ ګله، ته او زه څه یو؟

پوه مې لږ په دې کړه، بیا که ځې نو ځه

 

کېنه، د صابر په خوا کې کېنه لږ

ورکې یې ګیلې کړه، بیا که ځې نو ځه

 

Late Dr. Sahib Shah Sabir صاحب شاه صابر

.............................

 

 

نن به شپه زما ديار په کوم مکان وي

جلوه ګر به په کوم هټ په کوم دکان وي

کوم دکان به يې دخولې ددرو کان وي

شر مولي به يې حسن کوم ترکان وي

په ډيوه به يې دمخ کوم پتنګان وي

همراهان به يې پاکان که نا پاکان وي

ولې نه چوې له دې غمه زما دله

چې دې واوريده ديار دتلو بدله

په منزل به يې سبا ګوره څوک مله وي

نه پو هيږم چې به سادوي که به غله وي

په څه شان به شکسته زهير په زړه وي

له نغمو به يې د زړه نغمه په خوله وي

دم قدم به يې خولې د مخ په وله وي

رانجه کړي به يې چا خاورې د پله وي

سزاوار د هر ستم دهر پيغور يم

چې مې يار په سفر تللى زه په کور يم

په څه شان به شکسته درومي په لارې 

په ګردونو آلوده سپينې رخسارې

زړه په خار دبيکسۍ يې پارې پارې

آبلې به يې وهي دوينو دارې

نه به وي هسې هندو مسلمان بارې

چې يې وکه دل آسا په يوې چا رې 

داکوم شرم دى کوم ننګ په محبت کې 

چې همدم نه شوم ديار په دا غربت کې

په قهقه به خنديدلى وي که نه وي

دزړه غم به يې غوليدلى که نه وي 

فراغت به يې پسند لى وي که نه وي

چابه حال ترې پوښتيدلى وي که نه وي

کټ پو زى به يې مو ندلى وي که نه وي

غنچه وار به مسيد لى وي که نه وي

نشته ما غوندې بې پت څوک په يارۍ کې

چې غمخور نه شوم ديار په دا خوارۍ کې

يا دياره سره تللى په سفر واى

په هر ځاى مې غوړولى خپل وزر واى

يا يې مړ دبيلتانه له غمه زرواى

يا په دواړو سترګو ټپ ړوند په نظرواى

که دانه کيد اى هر ګزه معتذر واى

خود په خود مې ځان وهلى په خنجر واى

هسې پاتې شوم ديار پورې مخ تورى

په جرګه دعاشقانو کې کوز گورى

سزاوار دهر ستم دهر پيغوريم

چې مې يار په سفر تللى زه په کوريم

 

 Abdul Hamid Momand (حميد بابا)

....................

 

 

ستا د حـــسن د بـــــهار که خـــزان نه واى

ښکليه! داسې به دې څوک قدردان نه واى

 

د ښايست به دې چا نوم اخيستى نه و

که د تا د ښـکلي مخ عاشـــــقان نه واى

 

زه به ناســـت په ساړه صبر وم تر عــــمره

که د وخت سره دې تلونکى دوران نه واى

 

د وصــال خوږلت دې هجر يو په دوه کړ

خوند به نه و د وصال که هجران نه واى

 

ته که خان يې د خوارانو په سر خان يې

خان به چا درته ويل که خــواران نه واى

 

دا زمـــــا عـــــمر دراز مروت احـسان دى

چا ستايل به شهبازان که کارغان نه واى

 

 Omardaraz Marwat عمردراز مروت

...............

 

داسې مې یاد وې چې بېخي مې له زړګي نه وتې

داسې مې هېر شوې لکه خدای چې پيدا کړی نه یې.

.............

دا هم کېدای شي، چې دا ستا د بې غورۍ وجه وي

داسې مې هېر شوې یادوم دي، خو یادېږې مې نه

 

  Umar Daraz Marwat عمردراز مروت

-
بېرته شاته