(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022لیونېه چې

[12.Apr.2022 - 16:40]

سر په زمکه باندې کېږده

چې په راز پوه د اسمان شې

سترګې ستورو ته کړه پورته

چې په شان پوه د جهان شې

لږ سر ښکته په ژړا کړه

چې مزه د خندا واخلې

د دنیا نه ځان راغونډ کړه

چې مزه د دنیا واخلې

د چېلې په ګوټګۍ کښې

یو پیاله د شراب واخله

خُله دې وچه په روژه کړه

بیا مزه د کباب واخله

لېونې زما په شان شه

چې يه راز د خُداې پوې شې

سر او زړه دې د ماشوم کړه

لېونیه چې سړې شې

غني خان

.........

خدایه ! عقل چی و زړه دې ولې راکړ؟

په یو ملک کې دوه خودسره بادشاهان

 

ولې جوړ دې د یار سترګو کې جنت کړ؟

ولې تریخ دې کړ بیلتون او خوږ وصال؟

 

غنی خان Ghani Khan

-
بېرته شاته