(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022بېلابېل

[12.Apr.2022 - 16:24]

پښتو پالي غيرت ګټې درانه وي ځيني خلک 

مٸين په نام و ننګ وي پښتانه وي ځيني خلک

 

آسمان  يې په سر تندر وراوي که سپيني واوري 

ولاړ په خپل مقام لکه د غره وي ځيني خلک 

 

منمه چي ځان خوږ دي له هر څه نه له هر چا نه 

خو خداي شته چي له ځانه هم خواږه وي ځيني خلک 

 

تر عمره لا حاصله انتظار د جوهري کړي 

ايرو کي د هيرو غوندي پراته وي ځيني خلک 

 

په زرو کي يو نيم وي چي هر چا لره مشال شي 

ډيوې وي خو د کور او د کاله وي ځيني خلک 

 

چينې د محبت يې وي رواني په سينو کښې 

هر څو که په ظاهره  لږ تراخه وي ځيني خلک 

 

آرمان د بيا ليدو يې " درده " پاتي شې دوي لاړ شي 

د ګل غوندي د ورځو ميلمانه وي ځيني خلک ــــــ 

(قوم پرست)

..... 

باچا خان ته

تا چه لفظونه د معنو ډکول

مونږ د لفظونو جواری کوله

تا چه خپل رونړه په يو بل پيژندل

 مونږه په يو بل مخبری کوله

 

تا د وطن خيرن خچن ليونی

لکه ددے وطن ګلونه ګنړل

تا د پيړو پيړو غمژن ليونی

د خپلو دشتو عظمتونه ګنړل 

مونګ ددے ګلو په سر خپے ايښے وے 

تا ددے ګلو مالياری کوله

 

تا چه وطن ته کوم نظر لرلے

ما ستا نظر احاطه کړے نه دے 

تا چه خپل قام ته کوم سخن بښلے

ما پکښ يو ټکے لوستلے نه دے

ستا د نظر د وسعتونو نه زار

ما تماشه تا رهبری کوله

 

تا پدے دشتوکښ د فکر لارے

بلے ډيوے رنړا رنړا پريښوے

تا پدے غرونو کښ د ژوند زلزلے

 لکه د خوږ زړه د درزا پريښوے

مونږ د تاريخ د کوټنړو ماشومان

تا هم د دوي سره خواری کوله

 

 ته لکه بله شغله او څڅيدے ستا د ژوندون د حسرتونو نه زار اوس هم بليږے په هر غر د وطن

ستا د فکرونو او خپالونو نه زار

مونږ دے نيازبين وو ته ميءن وے زمونږ

مونږ دلبری تا دلداری کوله

 

تا تل د خپل خيال د رنړا په ګوتو

 زمونږ د زنګ زړونو کوڅے جارو کړے

تا په محسوس او په معلوم پوهه کړو

تا مو د ژواک د خيال حجرے جارو کړے 

د ټول پښتون وطن ملنګه با با

تا په روحونو باچايي کوله

.............

 

ملغلره

د ایلم د غرهٔ څخه

دا درسره کړی کــــــوم مُلا د جنت ژمنه ده 

دا خو جهاد نهٔ دی اشنا دا خو وروروژنه ده

 

دلته یو پښتون دې د کشمیر جنګ ته ټټر وهی 

خپله مــــور یې ناسته پهٔ خیمه کې بې وطنه ده

 

نااااا! دا دی دروغ چې ریاست د مور میثال لری

اې بیه پښتنو ته څنګه خـــــپله مور دوښمنه ده

 

هر قوت چې وغواړی بس مړ یې کړی او پړ یې کړی

توره د پښتون د ترهــــــــــــــــــګر پهٔ نوم لامنه ده

 

ځان پهٔ حقه وژنی تور ته تور او سپین ته سپین وائي

ځکه زمانه دا ګــــــــــــــــــــــــیلامن نه ګیلامنه ده

ګیلامان پشتین

..............

د ګران افغانستان ملي سرود

.

.

دا وطن افغانستان دی

دا عزت د هر افغان دی

کور د سولې، کور د تورې

هر بچی يې قهرمان دی

.

دا وطن د ټولو کور دی

د بلوڅو، د ازبکو

د پښتون او هزاروو

د ترکمنو، د تاجکو

.

ورسره عرب، ګوجر دي

پاميريان، نورستانيان

براهوي دي، قزلباش دي

هم ايماق، هم پشيان

.

دا هېواد به تل ځلېږي

لکه لمر پر شنه اسمان

په سينه کښې د اسيا به

لکه زړه وي جاويدان

.

نوم د حق مو دی رهبر

وايو الله اکبر

وايو الله اکبر

وايو الله اکبر

....................

 

مونږ پښتانه يو،  ځانته خپله پښتونخوا غواړو

سېاسي تاريخ ژوندى کوو،  نوي دنيا غواړو

پښتونولي پالو مونږ

ولسولي  پالو  مونږ

ټولنولي  پالو  مونږ

وروري منو،  د غلامۍ نه  وتې  ساه  غواړو

مونږ پښتانه يو ځانته خپله پښتونخوا غواړو

دا خپل وطن خپلوو

دا خپل چمن خپلوو

دا خپل گلشن خپلو

پخپله خاوره کې خپل واک  اقتدار بياغواړو

مونږ پښتانه يو ځانته خپله پښتونخوا غواړو

د خوشحال خان بچي يو

د ميرويس خان بچي  يو

د  ايمل  خان  بچي   يو

د باچا خان په لار روان "ستورى" رڼا غواړو

مونږ پښتانه يو ځانته  خپله  پښتونخوا   غواړو

..........

-
بېرته شاته