(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022ملا مونځونه کوه

[12.Apr.2022 - 16:22]

ښه په افواهاتو کې نښتي يوو

ځکه مشکلاتو کې نښتي يوو

 

خلک کائيناتو ته سفر کوي

مونږ په کثافاتو کې نښتي يوو

 

هسې په کيسو ځانونه ستړي کړو 

هسې په چټياتو کې نښتي يوو

 

بل دې په دوزخ زه دې جنت کې يم

خپلو خواهشاتو کې نښتي يوو

 

خدای خبر که بيا د نړۍ سيال شو

ډېرو خرافاتو کې نښتي يوو

 

څه په فلسفه کې لېوني شولو 

څه په مناجاتو کې نښتي يوو 

 

هېڅ مو عملي ځوابه ونه کړه

فکر کې خيالاتو کې نښتي يوو

Ezatullah Zawab عزت الله ځواب

 

............

موسيقي!

 

له دې نه وروسته په راډيو موسیقي نه خپرېږي 

سندره ووژل شوه

غزل زندۍ شو او ټپه بندۍ شوه

د ترانو او د نعتونو وطن

په هنر نه جوړېږي

له دې نه وروسته په راډيو موسیقي نه خپرېږي 

رباب په دار شو، ارمونیه ماته شوه

تبلې راځوړندې شوې

او د سيتار ستوني کې ساه ونښته

له دې نه وروسته په راډيو موسیقي نه خپرېږي 

د امارت امر دی

نور د طبیعت له موسیقۍ نه بغیر

هر ډول ساز باندې بنديز ولګېد

او د اذان له ترنم نه پرته 

نور په اواز باندې بنديز ولګېد

له دې نه پس به په راډيو موسیقي نه خپرېږي

خلک دې دین ته مخ کړي

او له حرامو نه دې ډډه وکړي

چې ګناهګار نه شي

د خدای په قهر ګرفتار نه شي.

Ezatullah Zawab عزت الله ځواب

 

............

وکړه کابل کې يخې شپې جانانه

واوره ورېږي که راځې جانانه

 

ځينې له ولږې او يخنۍ لړزېږي

د ځينو خلکو دي مزې جانانه

 

دواړه به بيا په سندلۍ کې کېنو

دواړه به بيا وکړو کيسې جانانه

 

د ننګرهار مينه به ماته کړو پرې

چایو سره کېږده پتاسې جانانه

 

د کتابونو دوکانونه لرم

خير دی که نه لرم پيسې جانانه

 

خلک کورونو کې دي کار نه شته دی

بندې دي ټولې موسسې جانانه

 

ځواب به تاسره ملګری نه شي

جونې رټې د مدرسې جانانه

Ezatullah Zawab عزت الله ځواب

 

.........

ملا لمونځونه کوه زور ورکه

عبادتونه کوه زور ورکه 

 

لاسپيکرونو کې نعتونه وايه 

تلاوتونه کوه زور ورکه

 

عمرې کوه او خيراتونه کوه 

خانه حجونه کوه زور ورکه 

 

دوه ښځې مه کوه څلور وکړه 

محبتونه کوه زور ورکه 

 

طالبه خلکو باندې ږيرې پرېږده 

پرمختګونه کوه زور ورکه

 

جونې ايسارې کړه ښوونځي وتړه 

نصيحتونه کوه زور ورکه 

 

زه هسې څښلو ته بانه ګورمه 

ساقي ستونه کوه زور ورکه 

 

ښکليه زړه مې د پولادو کړلو 

اوس ګوزارونه کوه زور ورکه

 

ځوابه خلک دې سوالونه کوي

ته ځوابونه کوه زور ورکه

Ezatullah Zawab عزت الله ځواب

-
بېرته شاته