(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022غزل

[12.Apr.2022 - 15:46]

ارواښاد ساحر اپريدى

پایزیب - مخ ۱۰۴

.

هغې د سکڼي حسن مېرمنې ته خو ګوره

څومره په ناز زړه وړي، کبرژنې ته خو ګوره

.

زهر د فریب دې د جفا په جام کې راکړل

ما ته دوست نهٔ، زما وژنې ته خو ګوره

.

کوم هغه زړګی دی چې سوړی سوړی به نه شي

ستا د مست نظر د ناز ویشتنې ته خو ګوره

.

ډک یې کړ وربل ورله په سرو ژېړو ګلونو

اوس مې د اغزو ډکې لمنې ته خو ګوره

.

ستا د عاشقۍ تهمت بې حده مشهور کړم

ما ته نهٔ، دې خپلې پېرزوینې ته خو ګوره

.

چېرته چېرته ما لیکلی نهٔ دا ستا نامه ده

زړه ته مې، هر کاڼي، بوټي، ونې ته خو ګوره

.

پټ د نقاب لاندې راته ښه ګوري ساحره

ګوره کنه، هغې سترمنې ته خو ګوره

 

(غوړچاڼ: ممتازخان)

-
بېرته شاته