(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

12.04.2022 د سولې لمونځ

[12.Apr.2022 - 14:24]

دشور د ژوند ژغورنې چې د پېغلې "وړانګې"اورمه

مړ  نه  یې  په  قبر باندې  غږ   د  " ارمان " وکړمه

څوک  د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

مات  د جنګ صفونه کړم  د امن  اعلان  وکړمه  

څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

جنګه  د اويا  حورو  سردارې  دې سرتورې کړې 

جنګه نور مې پريږده چې لږ رحم په ځان وکړمه

څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

ذکر د یو ښکلي مې په هر ایت کښې لوستی دی

ځمه  چې  خبره  پرې د خدای  او  جانان وکړمه

څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

ښار  مې  ادیر  شوه  ادیره  تر  ښاره  لوېه   شوه

نور  به په پردي جنګ کې لا څومره تاوان وکړمه

څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

شور د ژوند ژغورنې چې د پېغلې "وړانګې"اورمه

مړ  نه  یې  په  قبر باندې  غږ   د  " ارمان " وکړمه

څوک  د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

خدای به مې درویش روښانه غیږ دسولې ډکه کړي

غږ  د پېغلتوب  به یې په هر یو  افغان  وکړمه

څوک د سولې مونځ کوي چې زه يې اذان وکړمه

 

Darwish Rokhan

درویش روښان

 

 

-
بېرته شاته