(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022دمار کمال

[11.Apr.2022 - 16:31]

د مار لالا کمال

 

په يو وچ او سپېره ډاګ کې 

يو سړی په منډو سر و 

خوله يې وچه پښې تڼاکې 

له ستړيا تندې اوتر و 

 

په يوازې ځان روان و 

مل ملګری يې څوک نه و 

د مقصد په لور يې تله وو

خوله لارې بی خبر و

 

په سفر و ستړی شوی 

لمر د دشتی و سېزلی

ځای د دمې چېرته نه و 

له خپل ژونده لاس په سر و

 

 

چاره نه وه مجبوري وه 

ته په وړاندې له ناکامه 

چې د پړانګ د پاڼ کيسه شي

د خلاصي تمه ده خامه

٭

په ورو ورو په مخ روان دی 

سترګې اچوي هر خوا ته 

نا څاپي ورته ښکارشوه

شنه جلګه د ازغو شاته

 

دواړه سترګې يې کړې پټې

په ازغيو باندې وخوت

چې خلاصی يې ترېنه نه و

سم نېغ ورغی بلا ته

 

کړې ازغو يې جامې څيرې

شو بدن يې رنګ په وينو 

ښه چينه وه په جلګه کې

پرې يې تنده کړله ماته

ښه پاسته تازه واښه وو

په کې وغزېد د واره

وی يې شپه به دلته وکړم

روانېږم به سبا ته

 

په سړو اوبو نشه شو

لکه مست شي څوک په بنګو

ستړې سترګې يې رڼې شوې

د تازه هيلو رڼا ته

 

تېر منزل يې واړه هېر شو 

روڼ سبا ته په خندا شو 

کړه ستړيا يې خپله لرې 

د ارام په سين فنا شو

٭

د وښو په بستره کې

سړی پروت وهي چرتونه 

چې احساس يې تښنېدا کړه

پاس د ولو په سرونه

بی حيا شان چورموښکۍ وه

په اوږوکې دده ناسته

ځوراوه يې تښناوه يې

په لکۍ پښو لاسونه

 

شو په قار ددې دې کار ته

راګوزار يې کړه په ځمکه

بيا يې واخيست يو غټ کاڼی

چې پرې مات يې کړي هډونه

 

وار يې وکړ خوخطا شو

چورموښکۍ په منډه منډه

ځان تری خلاص کړ شوه دننه 

د يو وږي مار په خو نه

 

سړى بېرته په ارام شو 

چورموښکۍ سره مار راغی 

د سړي په پسته غوښه

يې ورکښېمنډل غاښونه

 

مسافر له ډېره درده

په فرياد په چغو سر شو

چورموښکۍ ته دا اختر و

چې سړي باندې محشر شو

٭

لاروي له ډېره درده

تاو راتاو کړ دا خپل ځان

چورموښکۍ د خو شالۍ نه

ګډېدله په ميدان

 

وې يې دا بې حيا ګوره

چې راځي زموږ وطن ته 

چورموښکۍ چې چېرته اوسي

هلته څه کار د انسان

 

ما او مار لالا ته ګورئ

څنګه ښه جزا مو ورکړه

بيا به داسې چېرې نه کړي

څو يې ياد وي دا ټکان

چورموښکۍ داسې غره وه

ته وی کړې يې غزا ده

مسافر د ځان په درد و

مار و دې ته و حيران

 

اخر زړه د مار هم تنګ شو

ددې داسې سپين سترګۍ ته 

يو ګوزار يې ورته ورکړ

کړه يې يخه په يو ﺁن

 

چورموښکۍ بې بنګو مسته

د بل زور ته په خندا وه

چې د بل په زور يې ناز کړ

خو د به مرګ ددې سزا وه

٭

نور سړی پاڅېد له ځايه

يوه ګټه يې پيدا کړه

کړه راپورته يې په لاس کې

د مار لور ته يې خطا کړه

مار د خپلو شاهکارونو

تماشې کې و ډوب تللی

مسافر چې ګوزار وکړ

تيږې ماته د مار ملا کړه

 

مار له درده سره تاو شو

خپل سوري ته ورروان شو

چې د جنګ طاقت يې نه و 

نو جګړې ته يې شا کړه

 

بيا سړي خپل زخم پاک کړ

د مار زهر يې ترې توی کړل

زخم يې وتاړه نو مخه

د سفر په لور يې بيا کړه

 

اوس په خپله لار روان دی

د مقصود ستوری ځلېږي

تادي نه کړي که نن نه وي

نو سبا به ورسېږي

(نجیب منلی)

Najib Manalai

-
بېرته شاته