(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022د عبدالهادي هادي

[11.Apr.2022 - 16:24]

دښاغلي عبدالهادي هادي شعرونه

درده!

درده، درده وه نامرده! درنه مرمه

ما د مینې کیسه سر ده درنه مرمه

 

غږ دې اورم ساه مې ډوبه، ډوبه کیږي

هنګامه دې د سفر ده درنه مرمه

 

که په لاره کې دې لاس د رقیب ونیو

درته وایمه په زغرده درنه مرمه

 

یوه غاړه، یوه خوله خو رانه واخله!

چې لګیا یمه درګرده درنه مرمه

 

زندګي خو اجاره زموږه نه ده

ژوند رڼا د مازیګر ده درنه مرمه

 

هادي سره تبه کې پروت دی غزل لیکي

دا شیبه سمه محشر ده درنه مرمه

...........

 

غزل

زړونه مو له زنګه خدایه وساتې

نور کلی له جنګه خدایه وساتې

 

ډیر ځلې لویدلي پاڅیدلي یو

بیا مو له ګړنګه خدایه وساتې

 

ټول عمر به شعر ته ریاضت کوم

ما د بل له رنګه خدایه وساتې

 

دا د اژدها پر ژامه پروت اولس

روغ د دیو له چنګه خدایه وساتې

 

ستا پر نامه سل ځلې شهید وطن

بیا د اور له څنګه خدایه وساتې

 

زموږه د ګودر د مازیګر ښکلا

مسته شوخ وشنګه خدایه وساتې

 

ښکلې د هادي د مات زړګي ستنه

دنګه غنمرنګه خدایه وساتې

.......

 

شرارت

واه د نور د کرښو تلاوت نه وو نو څه وو دا

جوړ دې په محفل کې که قیامت نه وو نو څه وو دا

 

زما چې د زړګي په درزا ټول عالم خبر شولو

ستا د شوخو سترګو شرارت نه وو نو څه وو دا

 

نن چې مخامخ شوو زموږ  دواړو رنګ الوتی وو

بل که په زړه اور د محبت نه وو نو څه وو دا

 

چا به چې زما خبره وکړه ته به سره شولې

دا دې که له ما سره الفت نه وو نو څه وو دا

 

تا به دې د حسن غزل بیا بیا رانه وغوښته

ستا پر ښکلو شونډو باندې ست نه وو نو څه وو دا

 

ډېرې اوږدې شپې مې ستا د زلفو ذکر وکاوه

وایه ښکلې دا که ریاضت نه وو نو څه وو دا

 

ستاسو په مالت کې هادي ټولو خلکو وپیژاند

رنګ دې که د مینې په تومت نه وو نو څه وو دا؟

.........

 

...ته دې ښیرا بیرته واخله

 

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه!

د چا د کور د ورانیدو، 

خبر مې زړه ورانوي

د هر انسان د ماتیدو،

 خبر مې زړه ورانوي.

د دوه زړګو د بیلیدو،

 خبر مې زړه ورانوي.

ان د دښمن د ژړیدو،

 خبر مې زړه ورانوي.

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه!

یاره د کور،

د ورانیدو خبرې هیڅ مه کوه

ګرانې د غم ،

د ورځو شپو خبرې هیڅ مه کوه

زموږه ژوند ،

له یوې ښکلې،

جانانه خندا ، نه لنډ دی آشنا

دغه مزل،

ستا له ښایسته خپګانه ، لنډ دی آشنا.

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه!

دلته له ډیرو زمانو راهیسې،

ساړه بادونه دي،

ږلۍ اوریږي،

زموږ د ونو،

پر ښاخونو،

د مرغیو ځالې ورانې شولې

زموږه نوې،

زیږیدلې مرغۍ،

په شاړو دښتو کې راځوانې شولې،

ماته د کور ،

د ورانیدلوکیسه هیڅ مه کوه

ماته د چا،

د ماتیدلو کیسه هیڅ مه کوه،

ماته مې ځان یادیږي

ماته مې کور،

ماته مې کلی،

 او یاران یادیږي

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه!

موږه د کور،

د ورانیدو ،

تجربې ډیرې لرو

موږه د غم

د تورو شپو ،

تجربې ډیرې لرو

موږه دا هر څه،

په خپل کور کې،

پر خپل ځان لیدلي

زموږ غمونه،

دغه ټول،

خواره جهان لیدلي

نوره د کور،

د ورانیدوخبره مه یادوه!

ستا له ښیرا نه ،

زما کرکه راشي

نه چې رښتیا هم ،

د چا ورکه راشي!!!

خیر دی جانانه!

خپله کړې،

 ښیرا بیرته واخله

د تا پر شونډو،

تاوه شوې،

 ښیرا بیرته واخله!

خدای دې کور مه ورانوه!

کور دې آباد اوسیږه!

زړګی دې ښاد اوسیږه!

.......

Abdul Hadi Hadi

-
بېرته شاته