(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022کلېواله

[11.Apr.2022 - 16:15]

کلیواله! حالات څنګه دي د کلي؟

هغه خوړ خو به بیا نه وي راوتلی؟

لوی جومات او د کوڅې پُل خو به سم وي!؟

هغه ونه خو به نه وي چپه شوې؟

د ډبرو هغه باره خو لا شته ده؟

د زړې کلا دېوال خو به ولاړ وي!؟

د اوبو ژرنده خو نه ده ورانه شوې!؟

هغه دروند پَل یې اوس هم مخې ته پروت دی؟

د چینې چمن اوس هم رازرغونېږي؟

د جومات څنګ ته اوس هم سپین ږیري ناست وي؟

 

کلیواله! اوس هم هغه ګودر شته دی؟

چې له ښکلو ښکلو نجونو نه به ډک و

اوس هم هغسې اوبه په کې بهېږی؟

اوس هم هغه چینارونه هلته شته دي؟

اوس هم هر مازدیګر نجونې په کې خاندي؟

کلیواله! اوس هم شوخ زلمیان تاوېږي؟

د ګودر او د جومات پر لویه لاره

اوس هم څوک په غلا راځي د ګودر څنګ ته؟

اوس هم چا پر دغه لاره څوک لیدلي؟

اوس هم کله خپل منګی له چانه مات دی؟

اوس هم پېغلو په زلمو پسې خندلي؟

 

کلیواله! د جومات کیسه راواخله

اوس هم هغه زوړ سړی زموږ امام دی؟

اوس یې هم هغسې غبرګ لاسونه ریږدي؟

اوس یې هم لونګۍ هماغسې زړه ده؟

اوس یې هم اوږده چپنه وي اغوستې؟

کله کله د جومات مخ ته راوزي؟

له سپین ږیرو او ځوانانو سره ناست وي؟

کلیواله! د جومات هماغه رنګ دی؟

دېوالونه یې هماغسې کاږه دي؟

هغه زيړ ساعت اوس هم هلته ځړېږي؟

د قبلې د دېواله کلمه شته ده؟

اوس یې هم د المارۍ دروازه کلف وي؟

د اوبو آبدان خو نه دی سوری شوی!؟

شین څراغ خو به لا هم هلته ځړیږي!؟

په تاخچه کې څو زاړه کتابه ایښي؟

کلیواله! اوس هم خلک سبق وایې؟

کوم ماشوم خو به بیا نه وي فارغ شوی؟

د ملا لښته چا نه ده ماته کړې؟

 

"زړې ړنګې" لا هماغسې درنې دي؟

هغه "توره پشۍ" اوس هم هلته شته ده؟

ماشومان خو به یې نه ولي په تیږو؟

کوم ملنګ خو به یې نه وي وېرولی؟

هغه لوړ بام یې اوس هم هغسې روغ دی؟

اوس به هم توره پشۍ ورباندې ګرځي؟

کلیواله! هغه "لوی تیر" چې په کې و

چې زړو به ویل دا د "بلا ډانګ" دی

هغه تیر خو به چا نه وي ترېنه وړی؟

د لرګي هغه درنه دروازه شته ده؟

غټ ځنځیر خو به یې چا نه وي غلا کړی؟

کلیواله! د زړو ړنګو په منځ کې

هغه تور لوګي وهلی دېوال روغ دی؟

هغه لوړه کوټۍ نه ده ړنګه شوې؟

کوچنی ور یې اوس هم هغسې خلاص وي؟

بیا خو چا هلته بلا نه ده لیدلې؟

 

کلیواله! اوس خو ډېر عمر تېر شوی

اوس په کلي کې پاخه سپین ږیري څوک دي؟

کلیواله! آدم خان بابا خو مړ شو!

د بدرۍ انا له حاله مې خبر کړه

هو رښتیا! هغه خو هم ډېره زړه وه

کلیواله! اوس چې غم او یا ښادي وي

کلیواله! تاسو چیرته راټولېږئ؟

د اختر په سهار ټول راځي جومات ته؟

د واده آشپز هماغه جانان ګل دی؟

کلیوال سپین ږیري چېرته مرکې کا؟

د ګلاب کاکا حجره خو به فعال وي!؟

د ځوانانو بنډار ځای خو پخوانی دی!؟

کلیواله! د نایي څومره زامن دي؟

"ببری" خو یې اوس هم هغسې شوخ دی!؟

کلیواله! "شمایله" خو واده شوه!؟

هو رښتیا! چې اوس د کلي شپونکی څوک دی؟

اخ، "غمک" مسکین خو مار په غره کې وخوړ!

د هغه مشره مېرمن خو لېونۍ وه!؟

کلیواله! " ملالۍ" خو یې ور نه کړه!؟

هغه " لال" بېچاره کلک په دې مین و!

چې "ورېښمین" به اوس له دوی سره غږیږي؟

 

د "آکل بابا" زیارت مې را په زړه شو

هغه تیږې یې اوس هم هغسې سرې دي؟

شین بیراغ خو به یې نه وي چپه شوی؟

اوس به هم د مالګې ډک بوتل په کې وي!؟

له بر کلي نه اوس هم ورته راځي څوک؟

د جمعې په ورځ به ښه بنډار پرې جوړ وي!؟

چې اوس هم له پخواني تاثیره ډک دی؟

خدای شته ډېر په زړه رنځور ورسره ښه شول

کلیواله! هغه ګوډ ملنګ ژوندی دی؟

چې هر ژمی به زموږ کلي ته راغی

هغه زوی به یې اوس خامخا زلمی وي!

کلیواله! دا دی بل څوک را په زړه شو

هغه زوړ سوداګر هم بیخي پتنه و

ټولې پېغلې به ورټولې وې په لار کې

جینګه خوله یې وه همیش له خندا ډکه

مسخرو یې ټولې نجونې خندولې

د شړومبو غوړپ به یې څه په تلوار تېر کړ

توک ډوډۍ به یې په یوه مړۍ په خوله

بیا به ټولو نجونو کړس وهل په زوره

سوداګر به تر بېګا پورې ایسار و

 

اوس هم څوک اوړه په پور له چانه غواړي؟

کلیواله! څوک د چا په خوښۍ خوښ وي؟

اوس هم څوک د چا په مړي پسې ژاړي؟

ذکرالله نصیب/Zakirullah Nasib

-
بېرته شاته