(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022سندره

[11.Apr.2022 - 16:12]

د عزت الله ځواب څو شعرونه

.......

زه پوښتنو ته ځواب تر اوسه نه يم

او د هيچا د ځواب تر اوسه نه يم

 

د پنځه زره کلن تاريخ دعوه کړم

لا سيال شوی د پنجاب تر اوسه نه يم

 

چې يو دېرش حجونه وکړم بيا مې مړ که

خدايه پاکه د حساب تر اوسه نه يم

 

ځان مې ستا غېږې ته نه دی غورځولی

د ګټلو د ثواب تر اوسه نه يم

 

ښکلو ښکلو ته چټي لېونی کېږم

کنه زړه باندې کباب تراوسه نه يم

 

ساقي وايي چې ميکده کې به ګډېږي

دومره ډېر خانه خراب تر اوسه نه يم

 

کله تور شم کله سپين شم کله شين شم

خو تک سور لکه ګلاب تر اوسه نه يم

..............

 

ونې دې پاڼې نه کړي

دښتې دې نه شنې کېږي

ګلاب دې نه غوړېږي

نجونې دې تکې سرې جامې نه کوي

د نوي کال مبارکي دې نه وي 

ځکه چې، دا خو په اسلام کې نشته

.............

 

سندره

 

زه له کوترو سره ځمه 

الوځم پرواز کومه - وطن پرېږدمه 

جانانه تا به يادومه 

 الوځم پرواز کومهوطن پرېږدمه

 خدای خبر کله راستنېږم

د کابل ښار باندې تاوېږم 

د ښکلو خلکو سيال کومه 

الوځم پرواز کومه - وطن پرېږدمه 

زيړ د پغمان مازيګری دی 

لمر لا د غره په سر ژوندی دی 

زړه به ترې څنګه صبرومه 

الوځم پرواز کومه - وطن پرېږدمه 

دمه کومه ننداره ده 

 دا د سالنګ ښايسته دره ده 

واوره ځواب باندې شيندمه 

الوځم پرواز کومه - وطن پرېږدمه

..........

 

بنګ دې وي چلم دې وي شراب دې وي

هر سړی زما غوندې خراب دې وي

 

ګوره ملا دا در سره نه منو!

ته وايې حلوا مونږ وایو کباب دې وي

 

زه دې د نړۍ ننداره وکړمه 

شونډې وي شربت دې وي کتاب دې وي

 

رنګ دې نور د تېرو قربانیو راوړي

دا سپرلی تک سور لکه ګلاب دې وي

 

ښکلي دې قلنګ د غزل ومني 

را دې کړي یوه خولګۍ ثواب دې وي 

 

بیا دې زما زړه سوری سوری کاندي 

سترګې د هغه عالي جناب دې وي

 

عشق دې د بېلتون په اور کې ولامبي 

غم غلطولو ته رباب دې وي

 

هر یوه خبره دې سندره کړي

داسې لېونی ملنګ ځواب دې وي

 

..........

 

ښکلي مې په زړه باندې پوهېږي نه 

خوله مې ورته سوال باندې جوړېږي نه 

 

ځم د ګودر نجونو ته شعرونه وايم 

څه وکړمه نن مازيګر کېږي نه 

 

شونډې دې لمبو ته هډو سرې نه شي

سترګې دې وژلو ته تورېږي نه 

 

ښه دی چې په مينه لېونی شولې

بله لار کې خدای ته څوک رسېږي نه 

 

لرې له ساقي او له چلم او جام 

ژوند زمونږه دغسې تېرېږي نه 

 

پانګه دې په ټولو يو شان وويشي 

سلو کې دې شپږ تنه پړسېږي نه 

 

وايي ملا جان خلک دې وژاړي

هېڅ دې په ټول عمر کې خندېږي نه 

 

سږ کال به انګور د قره باغ وخوري 

بيا به ځواب څو کاله زړېږي نه

..........

 

ښکليه زړه باندې ټکور دې راکه 

غېږ کې دې ونيومه زور دې راکه 

 

زما دښمن ته حاجت نه شته خدايه 

له مور او پلاره سکه ورور دې راکه 

 

نور چې قدم اخلمه فکر کوم 

رقيبه ښه دی چې پېغور دې راکه 

 

حاجي پټی دې رانه نه کړ تناب 

مجبور دې وليدمه پور دې راکه 

 

مينې مننه له تا ډېره ډېره 

چې د سندرو غوندې شور دې راکه 

 

خانه بچي به مې دعا درته کړي

که د څه وخت لپاره کور دې راکه 

 

ما ځواب تا نه خوشالي غوښتله 

غم مې خلاص شوی نه و نور دې راکه

.........

Ezatullah Zawab

-
بېرته شاته