(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

11.04.2022ای وطنه

[11.Apr.2022 - 12:11]

اې زما خوږه وطنه!

دا په تا څهُ لوبې کيږي!

                               اجمل خټک

 

اې زما خوږه وطنه!

زما روح زما بدنه

دا په تا څهُ لوبې کيږي!

 

چې هر چرته بلا راشي

دا کهُ توره وي کهُ سپينه

ستا په سر راؤغورزيږي

 

دلته تود چې څوک تنور کړي

څوک ''لالا'' خپلې روټۍ ته

نو خشاک يې ورته تا کړي

 

کهُ څهُ چل وي يا څهُ ول وي

په اسلام, اسلام آباد کښې

ترې قربان مې پښتونخوا کړي

 

دا زما دَ زرو خاؤره

زما کور نن زما ګور دې

اؤ دَ نورو غنيمت دې

 

زما وينه ده بليږي

اخوا دېخوا پرې رڼا ده

اؤ په ما باندې قيامت دې

 

دا به کيږي لا به کيږي

چې مو خپل کور کښې ورانې دې

هر خوا ځان ځانله خاني ده

 

وروررولي تربورولي ده

کلولي مو دښمني ده

خپل غرض مو زندګي ده

 

اپوټه مېچن چلېږي

دا په تا څهُ لوبې کيږي!

 

اې زما خوږه وطنه!

-
بېرته شاته