(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.01.2022سباوون

[05.Jan.2022 - 11:26]

ارواښاد قلندر مومند

سباؤون - مخ ۸۲

.

کله کله چې نصيب مې ملاقات شي 

کاینات مې په نظر کښې خرابات شي

.

ګلستان مې که په وينو تازه کېږي 

هر اغزی دې هم زما په زړه کښې مات شي

.

د جهان ښکلي مې هسې په زړه پنډ دي

چې ګومان مې په زړګي د سومنات شي

.

زه د دار په سر، هغه در کښې ولاړ دی

خدای زده بیا د زاهد ولې مباهات شي

.

د بڼو غشي دې تږي دي د وینو

خدای دې نه کا چې مې زړه کښې وینه قات شي

.

د کامل هم نشیني برکتي کړم

تجربې مې په غزل کښې روایات شي

.

د جهان ښکلي به څه کړي نه پوهېږم 

قلندر مومند که بې وخته وفات شي

.

.

خرابات = ۱) شراب خانه ۲) فضول خرچي، بدعملي، فحاشي

مباهات = ۱) ویاړ، فخر، لويي، شان او شوکت ۲) ساتندوی، دفاع کؤونکی ۳) بریا، بریالیتوب

قات (قحط) = ۱) وچکالی، سوکړه، د کښت (فصل) ښه نه کېدنه ۲) د خوړو کمښت

راویات = دود، دستور، رواج

(غوړچان: ممتاز خان)

-
بېرته شاته