(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.01.2022 نه زما او نه ستا ده

[05.Jan.2022 - 11:25]

نه زما ده نه داستا ده دا دنــــــــــــــــــــــــیا

پاتې شوې له هر چا ده دا دنـــــــــــــــــــــیا

د یوه غیږ کې پرته او بل ته خــــــــــــاندي

څه لولۍ او بې حیا ده دا دنـــــــــــــــــــــیا

په رڼا یې د چا کـــــــــــــار نه پوره کیږي

د اسمان برق و بریښنـــــــــــــــا ده دا دنـیا

که ظاهر ښکلې زیــــــــبا لیده شي څه شـو

په باطــــــــــــــــــــــــن توره بلاده دا دنیـا

مـــــــــــــــــــــــروت د اشنایۍ پکې نشتــه

که اشنا ده نا اشنا ده دا دنیــــــــــــــــــــــــا

زرپه زر به یې ټیکاو هیڅ چـیرې نه شــي

لکه سیوری خواو شا ده داد نـــــــــــــــــــیا

تل په ځان پورې د خپلو طـــــــــــــالبــــانو

مسخری کا په خندا ده دا دنـــــــــــــــــــــیا

په سودا یې سودمن شوی هیڅ څوک نه دی

جوفروش ګندم نما ده دا دنیا

بې هوده یی زړه تړې په ډنګ ډنګ پورې

د ګړۍ میلمنه ورا ده دا دنیــــــــــــــــــــــا

مناسب نه دي ورتله د نویو خلقـــــــــــــــو

د هلکو تماشا ده دا دنیــــــــــــــــــــــــــــا

چې حمید پکې خندا کا ریشخندي کــــــــا

ځای د غم او د ژړا ده دا دنیـــــــــــــــــــــا

( حمید بابا )

 

-
بېرته شاته