(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

05.01.2022ځواب

[05.Jan.2022 - 10:57]

ځواب

د ارواښاد صاحب شاه کلیات

مخ - ۱۸۷

.

زه کله د الفت د میکدو لېونی نه وم

زه کله د ښایست د رنګینو لېونی نه وم

.

زه کله د الفت د عظمتونو نه منکر وم

زه کله د ښایست د کمالونو نه منکر وم

.

ما کله په زخمونو کښې سپرلي نه دي ستایلي

ما کله پرهرونه په اغزو نه دي ګنډلي

.

ما کله د ګلونو د یارۍ نه توبه کړې

ما کله د رنګونو رڼا نه ده نغمه کړې

.

زما په برخه کله لېوني غمونه نه وو

زما په لمن کله د تومت داغونه نه وو

.

زه کله باغي نه ومه، خودسره مین نه وم

زه کله، زما ګرانه، د زړه سره، مین نه وم

.

زه تل د محبت د عظمتونو ثناخوان یم

زه ټول عمر په دې ګناه له ژبې اوېزان یم 

.

زه نن هم، د پرون غوندې، په دې ګناه لټاړ یم

زه نن هم، د فتوو، د توپو مخې ته ولاړ یم

.

زه نن هم د پسرلي هره ښکالو نغمه کومه

زه نن هم زندګي د محبت په تار تړمه

.

زما زړه خو هم هغه دی چې تا ته مې ښودلی

زما لېونتوب هغه دی چې تا خپله لیدلی

.

خو زه د دغو ټولو حادثو سره بلد یم

د ځان د سوځېدو د تماشو سره بلد یم

.

ما ټول عمر هم دا کړي، دا اوس چې څه کومه

همدغسې پخوا ومه، دا اوس چې څنګه یمه

.

زما ژوند خو همغسې بې سره لېونتوب دی

زما سترګو کښې هغسې یو غلی غلی خوب دی

.

که ته د نعمتونو د تیارو نه وېرېدلې

که ته د دې خبرو دغو خولو نه وېرېدلې

.

که دغه بوږنوونکې وېرې ترهې دې په زړه وې

تر اوسه ولې چوپ وې، د زړه سره څه دې نه وې

.

اوس څه وشو چې داسې وېرېدلې یې، اوتر یې

ما هم وېرول غواړې، لېونی یې، زورور یې

.

زه څه وکړم، ستا ومنم، له ژونده لاس په سر شم

د مینې نه توبه کړمه، د مینې نه منکر شم

.

نهٔ، نهٔ، زما نه، نهٔ کېږي، دا نهٔ کېږي، دا نهٔ شي

زما لمن دې چېرې په دروغو پاکه نهٔ شي

.

زما زړه دې د مینې د عظمت په ګناه تور وي

زما په نوم دې دغسې یو سل الزامه نور وي

.

ته ځه، ورځه چې تا ته په کښې پېښه نوره نه شي

زما په الزامونو دې لمنه توره نه شي

.

زما مینه خودسره ده، یاغي ده، تاواني ده

زما ژوند لا تر دې ورځې بایللې جواري ده

(غوړچان: ممتاز خان)

 

-
بېرته شاته