(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.12.2021نجیب ننګیال ته

[16.Dec.2021 - 19:00]

نجيب ننګيال ته د عصمت قانع یو دردونکی نظم او د ننګیال ځواب :

 

په والله با الله چې له زړه يې وايم

زړه ژبه نه لري په خــــوله يې وايم

په مــــاخو هره څړيکه چيغې کوي

بس نــــو د درد په ازانګه يې وايم

خواږه هغه وايي چې حلق يې خوږ وي

زه زهــــــر خور يمه ترخه يې وايم

د پسرلـــو د وږمو بوى مې هېر دى

خوله مې له وينو ډکه څه يې وايم

***

نن يې کـــــوڅې ته تابوتونه راوړل

يو يې د کونډې بل د بورې زوى وو

د کوڅې بر سر کې يوه خواره اوسي

دريم د دې خوارې مجبورې زوى وو

د قومندان کور کې چې لوښي مينځي

بل د هغې بوډۍ مــــــزدورې زوى وو

د ښـــــــــــار ماري ، ليلما نه وه بوره

د ګل غوټۍ او د ګور ګورې زوى وو

***

نجيبه! ګرم نه يم مــــــــا مه ګرموه

زمــــا په سترګو کې لېمې وچې دي

خــــــاوره مې هم د ژړا وس نه لري

په غرو رغو کې يې چينې وچې دي

غرونه مې قتل شول محشر دى ګوره

ترې بهېدونکې شنې ويالې وچې دي

شپېلۍ ده زنګ وهلې شپون هم نشته

د شپېلۍ ټولې زمــــــــزمې وچې دي

***

زه چې اپلتې وايم ګـــــــــرم نه يمه

مـــا د زګېروي حال کې مجبور وګڼه

چې دار ته خاندي او له ژونده تښتي

مـــــــــــــا د هغه زمان منصور وګڼه

چې پر طبيــــب يې دى باور با يللى

زمــــــــا دا خوړين زخم ناسور وګڼه

چې د پښتون جفــــــا مُغل ته ژاړي

مـــــــا هم خوشحال د رتنبور وګڼه

 

عصمت قانع 

+++

د نجیب ننګیال ځواب عصمت قانع ته :

 

کاش! یــو ته وای چې دې زړه ارې ، ارې وای

کاش! یو ته وای چې لستوڼي دې سپېره وای

کاش! یو ته وای چې دې وړې جنــــــازې وای

کاش! یو ته وای او یو ستا سترګې لمدې وای

 

***

ته له مـــــــــــا مخکې د تېر نسل سمبول یې

چې دې نه زړګی را ټول کـــــــــړ ، نه فکرونه

نه دې پرې لمن ګېنده کــــــــړه ، نه پل پورته

یا دې خپلې سلګۍ خــــــورې ، یا دې غمونه

 

***

ته خو ښه یې په کې پوخ شوې ، غم دې خپل کړ

زمــــــا خو ځوان زړه قانع کېږي نه ، چې غم وي

ته خـــــــــــو ښه یې چېغې وکړې ، زندۍ نه شې

زمـــــــــا غږ دپ شي چې وطن کې مې ماتم وي

 

***

اکا! ته خـــــــــو ښه خبر یې ، سر دې خلاص دی

د غریب وطـــــــــــــــــن ، بې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه لیکوالان یوو

د هغوئ په ســــــــــــر چې موږ ګرېوان پاره کړو

د هغــــــوئ د زړه نو مـــــوږ کله ارمــــــان یوو؟

 

***

ته ترخې وایې ، او زه بې حـــــــــــــــوصلې شم

خـــــــو څه وکــــــړم زلمی زړه څنګه قانع کړم؟

دا ترخې مې ستــــــــا له سپينې ږېرې بېل کړي

کنــــــه زړه مې راته وايي در نــــــــــــــږدې شم

 

***

ته ترخې وایه ، فریـــــــاد کــــــړه ، ساندې وایه

زمــــــــــــــا خپله ځوان زړګی له غمه چاود دی

هـــم له تـــــــــــــــا ، هم مې له نورو ګیلې وړي

دا زلمی له همـــــــه واړو ذره چــــــــــــــاود دی

 

نجیب ننګیال

-
بېرته شاته