(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

16.12.2021د رحمت اغېزه

[16.Dec.2021 - 00:41]

شاعر: سید عبید الله نادر

د رحمان با با په پیروی

چې می مینه خدای، په تا باندی پیدا کړه

ترکه ما په هــــغه ورځ خپله رضا کړه

..................

 

د رحمت پراخه غیږه          

دښمني چـې تا د حـسن، او ښـــکلا کړه

شیخه! تا په مــونږه تنـــګه دا دنیــا کړه

ته کینې او نفـــرتـونو ، زهر شــــیندې

زهـرجــــنه دې د مینې، دا فضــــا کړه

ته په خوب او خیـالو کې ، تیارې وینې

ما په میـنه کې ، د زړه خــونه رڼا کړه

ته یې نه وینې رحــمت پراخـــه غــیږه

ما د زړه په ســترګو دې ته لار پیدا کړه

ما یـې پریښـــوده هـر څــه د ده ، کرم ته

د غضــب و آیـــتونو ته می،  شــــا کـړه

ستا بی روحه وینا ، نه کښـینې په زړونو

چې قیــــمت قـدر دې ټیــټه ، د وینـا کړه

تا له وچ غـــــروره دین او ایمان وســـو

ما د عجز لمـن ، خیشته په خپل ژړا کړه

حکمــــتونه می په دې ټکي کې یاد کړل

چې می مخه په خپل اصل او معنی کړه

د ګداز لمبو می ویښ، صاحـــبدلان کړل

چې می شپه دا ستا په مینه کې، سبا کړه

ثنا خوان دې زه (نادر)هم په هـر ځـای یم

چې بلبل په څیر می ، ټوله شــپه ثنا کړه

.............................

 

شاعر: سید عبیدالله نادر

د مینې نښانې                  

مطربه! رباب واخـــــــله بیا ســـور که نوې ترانې

راپه یادې می په زړه که، هیري شـــــوي زمــانې

غمجــــنې کیسې اورو له هــــر کلي ، او کورو نه

تر څــو پوري به مونږ یو، او غمګـــــینې افسانې

چې لیري له خـــاطر کړي، د کلو کلو غمـــــــونه

ساقی هم ته راواخـــله، یو څـــــــو ډکي پیــــمانې

تر څو به می تیریږي ، ستا وعدو کې شیرین عمر

لږ ووایه ته مـــاته، د نه راتــــــګ دې بهـــــــانې

عمرونه دي لټـــــــومه ، دې بیـــدیا کې د امـــکان

چې پیدا کړم ، په یو انســان کې د مینې نښــــــانې

 

 .................................

 

یادښت : شعر په کومو طرزونو کې چې سندر غاړو ویلي هماغه خپل موسیقیت لري ،تاسي ټول کولای شئ، چې په ټولو هغه طرزونو کې چې سندرغاړو ویلي دي تاسي دا شعر ووایئ 

...........

 

-
بېرته شاته