(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

01.12.2021 فرېاد

[01.Dec.2021 - 03:30]

زه د غيڼ له لاس چاو ته فرياد کړم ....

 لمونځ دمادلاسه ووزی چی کس ياد کړم ....

پدرست کال  به مخ ناولی کس ته پروت وم ....

 په حيرت سم  چي را ياد  هغه فساد کړم ....

ځوانی حال می ندی  چی ووي...

 داخبره دپيری د هفتاد کړم....

 له پرديو می توبه واړ پخپلو.... 

دځوانی حال به د رته پياد کړم....

کله لس کله زيات کم کله تر شلو....

ددخلو ويل وچاوته تعداد کړم... 

چی ملا به بانگ نماز  وی مابه کس غو.... 

دروژي په ښه ثواب به یی نا ښاد کړم.... 

نه په حيض نه په نفاس لما څوک خلاص وه ....

 څه د غين ناسازی چاري په فرياد کړم....

ورځ او شپه راته مخ څټ وی لس پنځلس.... 

گو ي مگوی ويل نه لږ ندی که یی ياد کړم ....

 په ځوانۍ کښی می کار لکه د ددو.... 

په پيری کښی  خدای تعالی ادم زاد کړم ..... 

چی می غيڼ دا هسي بددی گمان  مکړه..... 

ځکه خدای په ډير اولاد کښی بد اولاد کړم.... 

له ناپاکو نه پاک له پاکو پاک وي.....

زه دا نقل د کتاب د خپل استاد کړم .....

که څوک شته چې یی د زړه په غوږو اروي....

مخسری مذاق می ندی دا ارشاد کړم

خوشال خټک

-
بېرته شاته