(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

06.11.2021څلورېځې او نوې هنګامه

[06.Nov.2021 - 20:30]

لیکوال او شاعر: سید عبیدالله نادر

 

د سوچ په سرحد کې          

کله فـکر له سرحـــده ، آخوا تــــــیر شم

معنـویاتو په دنـــــیا کې، کله ډیر شــــــم

کله ځان راڅخه ورک په دې غوغا شي

کله داسي شي ، چې ځــانه څخه هیر شم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د معرفت نظر            

د زړه په ســــترګو، قدرتونه د سبحان ووینه

په روښــــــانه زړه ، حکمتونه دجهان ووینه

چې لویي او د غرور، له غلامۍ نه شې آزاد

د معرفت په نظر، یو ځلي خــپل ځان ووینه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

خیالي اتلان          

څوک په لافو ځان ښودنه ، کړی سیالي

له ځان نه جوړ کړي، یو اتل د خـــیالي

د چا پرواز د مشرب دومره وي عاالي

چې خپـــله ډکه پیمــانه ویني ، خــــالي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د نیستۍ لاروی      

له رنځونو او دردونو یمه، ستړی

د کلونو او عمرونو یمـــه، ستړی

د نیستۍ د سـختو لارو، لاروی یم

له منزل د عـدمونویـمه، ســــتړی

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د ځان په لټون              

نه پوهیږم دې غوغا کې ، ولی ورک شو رانه ځان

چې شوم وروسته له دســــتور او له رواجه د زمان

دا غدۍ له هغـــي ورځـي شوه ، پر ما باندی خوره

برخلیک چې می په لاس شـــو، د جاهل او د نادان

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د ماحول دردونه        

له خپل ځــانه بیـــګانه کړم، محنتونو

څه بیخوده کړم، ماحول، لدې دردونو

که نه زه به د ادب دنـــیا وای ستوری

که یرغل راباندی نه وای، د غمـــونو

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

په رڼو سترګو نظر              

 

دغه وخت دی ، چي په خلاصو سترګو و ګورو دنیا

ځان خبر کړو د هستي لـــــــه فلــسفی ، او له معنی

که نه بیا به پس له مرګه ، ډیر کــــلونه او عمرونه

خاوری خاورې به پراته یو ، د عــدم په لارې بیـــا

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

انجام لیدل                  

هره خښـــــــــته له بنیاده ، دلتــــه خـــام وینم عالمه

د دنیا د مکــــــــارۍ هر خـــواته دام وینـم عــالــمه

داچي زه یم هر لمحي کې ، په سوچونو اندیشنو کې

زه د زړه په سترګو خدایږو، خپل انجام وینم عالمه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

فانی دنیا                    

 

زه هغه وم ، چي مي تل وو ، په خپل حــال باندی ژړل

هر نظـــــر کې د عبرت می ، خپل انــــــجام ته وو ،کتل

خواهشاتو د خپل نفس هومره ځـــــان باندی ، میشته کړم

چي یي هر دم د فـــاني دنیا لــــه مکره کــــــــــــړم غافل

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د انسان عجز          

چې می پورته، په غرور کړل قدمونه

لدې خاورو نه تر غوږ شول، آوازونه

قدم رو ږده، ای نادانــــه بــی خــــبره

چې ککرې دي، مخـــونه دي لاســونه

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د بلبل ژبه            

ما ته ژبه د فــــــریاد ، لــکه بلــبل را

چپه خوله کې په چوپتیا، وینا د ګل را

چې محرم شمه، د ټــول عالم د زړونو

علمیت او بصیرت، د صاحـــــــبدل را

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

بصیرت                    

له لـــــویي او له غـــــــروره، بصــیرت کړمه جلا

له صحرا نه د امکان یې کــړم، عـــــــالم ته د معنی

کرامت او بزرګــی، راته هلته شـــــــــوه حـــــاصله

چې خیشتې می، د خپو خاورې کړې، د عجز په ژړا

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

د رحمت غیږه          

ربه! وریځي د رحمت کړې راخوري

چې مو ورکي، له نهــاده شـــــي کینې

له سکون څخه مو، برخه کړه نصیب

چې مو لیري شي، سوچــونه اندیښنې

.........................

 

 

سید عبیدالله نادر

 

نوی هنکامه              

د پر له پسي و چکا لیو پر مهال په افغانستان کي

د طالبانو د واکمنئ پر مهال   کال ۱۳۷۷کې دا شعر ویل شوي،د پیښاور په ډیرو افغاني خپرونو کې خپور شوي وو،

بهــــــــاره نـــــــــور د چنــــګ او، ترانــــــو سره راځه

د مســــــــــــتو ولولــــو ، او د نغمـــــو ســـــــره راځه

قـــــافلـــه د رنګ و بوی، له ځـــان ســــــــــــــره راوړه

محـــــــفل ته د رندانو ، خــــــو شبو یو ســـــره راځه

غضــــــب تنده ، راوستی ده ، مو نږ بـــــاندی آسمان

راځــــــــې کــه دي دیــــار ته ،بـــــــارانو سره راځه

خمــــــــونه دي تش شوی ، رندان دي شــــونډی وچي

دي ورانـــــــــو میــــکدو ته ، ډک جــــامو سره راځه

نسیم په شــــــــان ور ګډ شه ، په بو ټو د چمــــــن کې

زمونږ د زړونو ښـــــــــــــــــار ته ، نڅیدو سره راځه

ګو ګــــــل کې زړونه مړه دي ، مستي په چا کي نشته

د مړو زړونو لپــــــــــــاره ، غلبلو ســـــــــره ، راځه

بدلون په مونږ کي ، نشته په دروند خوب کې پراته یو

زمونږه دي محفل ته ، هنـــــــــــــــــــګامو سره راځه

خـــــوبونه مو په زړه کي، پریشــانه غوندی بریښـــي

راځـــــــې که دغــه لــــــور ته، تعبیرو سره راځـــــه

عمــــرونه دي کـــــــړیږو ، پـــــــه فراق کي د وطن

د خپـــــل و طن د وصـــــل، پیغــــــــــــاموسره راځه

سید عبیدالله نادر

اوس چې ګورئ تر هغه حالت ډیره بد تری ده ، او داسي زړه بوږنونکي خبرونه د وطن څخه راسیږي چې انسان ډیر ناهیلي کړي ، د خلکو اقتصادی حالت ډیر خراب دی ،کارونه نشته ،دومره ستونزی ډیري دي ، چې په دي مختصر کې نه ځایږي ،هغه چغی چې خلک مونږ ته وهی خامخا فریاد به دردمنو ته کوې ، نو بی دردو بی احساسو ته خو نه کیږي خارجی سیاست خراب دی ، داخلي سیاست د طالبانو مونږ ټول د سر په سترګو وینو چې ډیر خراب دی ، هیڅ ملک د نیا یې په رسمیت نه پیژني ، په تیر ځل هم دوه اهل غرض ملکونو لکه پاکستان او عربستان سعودي ، په رسمیت پیژندل ،چې دوی په خپلو کړنو سره هغوي نور هم وشرمول ،د جنیکیو د تحصیل په هکله د دوي ناندري د دوی بویونو ټول جهان ونیو ، لنډه داچې خلک ډیر په بد حالت د اقتصادي تنګسو کې ژوند کوي ،هیله ده چې دې ته طالبان ډیر ژر متوجه شي ،نه پو هیږم په دې موده کې دوی په څه لګیا دي ،دوست او دښمن د دوي نظاره کوي ،دوی باید ځان ته ملتفت شي ،

................

 

................

سید عبیدالله نادر

د خلکو درک او واقیعیتونه                    

یو غل چې پرله پسی یې په یوه کلي کې غلا کوله ،نو وروسته د ده د پرله پسي غلاوو څخه خلکو دا حقیقت پیدا کړ ، چې د غله د پښو پلونه د کلي د مشر د بوټانو پل ته ورته دي ،یوه وویل چې غله په اصل کې د کلي د مشر بوټان غلاکړي  دي ، بل وویل : چې د بوټانو خاپونه یې د کلي د مشر د بوټانو د خاپونو په شانه دي ،هر چا په خپل فکری توان سره د واقعیت بیان کولو ،یو لیونې غږ وکړ چې وه خلکو غل په خپله د کلي مشر دی ، خلکو ډیر وخندل او د کلي مشر ته یې چې هلته حاضر وو ، د لیوني له طرفه بخښنه وغوښته ،او وي وییل:چې خیر دی زړه ته یې مه اچوه دا لیونی دی ،په سبا یې هغه مجنون او لیونی چا ونه لید ،د کلي مشر وویل : چې غلو وژلی دی ، د کلي مشر په حقیقت کې رښتیا ویلي ځکه دی په خپله غل وو ،خو د خلکو درک د واقعیتونو نه ډیره فاصله درلوده ، او یا دا چې د مجنون د سر نوشت څخه ایریدل ،ځکه خلک په دې پوه شول ،چې په هغه آبادۍ کې د پوهی بها ډیره درنه ده ، او ناداني ډیر لوړ مقام لري ،

 

د فیسبوک د یارانو نه په اخیستنې سره د فارسي نه ژباړه :

 ..................

 

 

-
بېرته شاته