(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.10.2021زرکلن ته ډالۍ

[18.Oct.2021 - 12:49]

زرکلن ته ډالۍ 

زلمي  درته   ولاړ  دي  قافلې  قطار    قطار

بابکه له تا زار

بابکه له تا زار

تۀ ننګ د پښتنو ئې  پت  غیرت  او  افتخار

بابکه له تا زار

بابکه له تا زار

پيړو  وروسته  تا جګه کړه  شمله د  افغانو

زمونږ د پلرګنو

زمونږ د پلرګنو

پخه    شوه   ورورولي  د  لرو  برو  پښتنو  

خوړلې دښمنو

خوړلې دښمنو

ناکامه ستا حکمت کړو  سازشونه  د  اغیار

بابکه له تا زار

بابکه له تا زار

دا ستا چې مخالف دي د اغيارو دلالان دي

زمونږه قاتلان دي

زمونږه قاتلان دي

د  غير په  اشارو راته  وژلي ئې بچيان دي

تر نوم حد افغانان دي

تر نوم حد افغانان دي

په اور کې ئې سيزلې خوست کنړ او کندهار

بابکه له تا زار

بابکه له تا زار

دا ټول به مخ تورن شي فکر مه کوه بابا جان

ګټو به مونږ ميدان

ګټو به مونږ ميدان

سرونه به ډالۍ کړي ستا عزت ته شاه زلميان

له تا مو سر قربان

له تا مو سر قربان

دښمن نه به دې هيره کړو د خپلې کوڅې لار

بابکه له تا زار

بابکه له تا زار

راجمع پښتانۀ دې کړو دښمن ته يو سنګر کې

ولاړ دي يو لښکر کې

ولاړ دي يو لښکر کې

تۀ مير تۀ ئې سالار ئې دي په لر او که په بر کې

په سمه او په غر کې

په سمه او په غر کې

په  وياړ  درباندې  ليکي دې  دراني  ځکه   اشعار

بابکه له تا زار

بابکه له تا زار

زلمي  درته   ولاړ   دي    قافلې    قطار     قطار

(شبير دراني)

 

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔( اشرف غني بابا  )۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

 

ستا   ملنګې  ته  سپيلني  شه  د   دنيا   تاجونه

ستا چې بد غواړي اور دې بل شي د آبا په خونه

 

ګوته په خلۀ ستا سادګۍ ته پريښتې  د  آسمان

پښتو دې دين دې بابا او  پښتونولي  دې  ايمان

 

دا مخ نيوې چې ستا کوي درته جوړيږي خنډان

څو ګيدړان  دي بابا څو   دې  سامراجي  دلالان

 

افغان اولس بابا خبر دې  د  خپل  نفې  نقصان

پيژني   پيژني   دوستم   او   حکمتيار    ماران

 

بابا دوي څښلې په ماضي د  پښتنو  وينې  دي

په تخت به څنګه کينوي دا د   لستونړي  ماران

 

بابا غم مۀ کوه د  زمري  مخه  نيولې   نۀ  شي

دا  په. مردارو  را لوې  شوې صحرايي  ګيدړان

 

ماضي زمونږه له خير  نۀ دې په  ما  ګرانه  بابا

د دوي د لاسه په  افغان  اولس  ده  ورانه   بابا 

 

دا چې نن زه په شته وطن کې در په در اوسيږم

حجره جومات او په بازار کې بې  ګناه  قتليږم

 

نۀ مې د مور غزت مخفوظ  دې نۀ د  خور  بابا

ثابت لاش هم مې په  نصيب نشته  د  رور  بابا

 

د  دې  خالاتو  قصوروار    دغه  کسان  دي  بابا

ستا چې خلاف نن يوه ډله کې  روان  دي   بابا

 

زۀ   دراني   به  ټول   زلمي  کړم   رابيدار   بابا

دا سامراجي سپي په ډيران به کړم   ګزار   بابا

(شبير دراني) 

18.10.2021

 

 

-
بېرته شاته