(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

18.10.2021تښته تښته

[18.Oct.2021 - 12:40]

لاړه نننۍ دنیا دې ترمې ترمې لاړه

نن ملایان هم کوي متیازې په ولاړه

غرق شو هندوستان هیڅ د وتو درک یې نشته

ګوته د جناح چې د ګاندي په کونه لاړه

غنی خان

...............

باچاخان په تقریر کې خبره کړې وه.چې ماته خلک واٸی.چې باچاخان ته خو حاجی هم یې.دومره ښه مسلمان هم یې پنځه وخته لمونځ هم کوې.د قام خدمت هم کوې.د تاته خلک ولې واٸی چې هندو یې.باچاخان ورته واٸیل ما باندې داسې مفتی فتواه لګولې چې د هغه د پاڅه بل مفتی نشته دې واٸی هغه څوک هغه مفتی پیرنګې دې.!

ما دسرجاج کلینګمد لاس فتواه په خپله لیدلې.چې هغه د ملاکنډ پولټیکل ایجنټ ته خط  لیکلې.په هغه خط کې یې لیکلی.چې زه زر ١٠٠٠ روپې درلیګم.سل ١٠٠ روپې ځان سره کیده.د نهه سو ٩٠٠ روپې د شلو ٢٠ ملایانو د درې میاشتې تنخواه ده.هر ملا ته به د میاشتې پنځلس ١٥ روپې ورکوي.دغه ملایان به قسم خوری.چې دغه د پیرنګی لیکلې فتواه به په هر لمنځه نه پس هره جنازه کې هر سټیج باندې خلکو ته دغه فتواه بیانوې.چې اولنې خبره به د کوي په فتواه کې چې پیرنګې اهل کتاب دې د سره نکاح روا دې.روس  مشرک دې ملحد دې کافر دې.هندو مشرک دې کافر دې.چونکه خداٸی خدمتګارو د ګانګرس سره د ملک د آزادې لپاره مله تړلې وه.واٸیل چې د دې هندوانو ملګری دی نو د کافران دی.د دېسرجاج کلینګمد لاس لیکلې فتواه ما سره پراته ده.

                                 خان عبدالوالی خان

...........

تښته تښته دلربا 

 

تښته تښته دلربا

خوا له مه راځه زما

زه يم هغه اژدها

خورمه مينه او وفا

يا تياره يم يا يم اور

يا ايره يا سره لمبه

سوځول او سوځېدل

زما ژوند زما دنيا

اې زما د ګلو لښتې

زه بې نوره ځناور يم

ته د مينې تاج او تخت يې

زه په اور روښان نظر يم

دې د ورکو په دنيا کې

ته خايست له مقام ګورې

د صحرا په تور ځيګر کې

د ګلونو انجام ګورې

دا ستا زړه لکه د شمعې

هر څه ښکلي په خپل نور کړې

سوي مړاوي ځيګرونه

راژوندي په خپل سرور کړې

تا له هر ساعت د ژوند

کله ګل شي کله ستوري

زما هوش د اور لمبه ده

په لمبو کې لشې ګوري

زه د تورو تيارو جوړ يم

ته د سپين رنګين ارمان

زه غمګين سوى ستار يم

ته د مينې مرغه شان

زه په ظلم مست وحشي يم

يو ته اور يې سره لمبه

ژوند پروت مې په تيارو کې

دى پروت مې په تيارو کې

په لوګي کې مې سبا

ته رنګين خوب د سرور يې

زه يو کړيکه د جنون يم

ته نازکه نرۍ حوره

زه د اور او زور تړون يم

ته ليلا د ليلا ښکلې

خو والله که زه مجنون يم

زه خپل درد لېونى کړى

ازمرى په مېګتون يم

اې د سپينو ګلو څانګې

زه سپېره باد د خزان يم

ستا د مينې غلام نه يم

زه غلام د خپل ارمان يم

ستا په هره ساه کې ساز

زما هره ساه سزا

ستا فراق زما ژوندون دى

تښته تښته دلربا

زما وصل ستا قضا

تښته تښته دلربا

تښته تښته دلربا 

 

دارالامان١٩٦٢ 

 

#غني  خان

کتاب : لټون

مخ يا صفحه (557_558_559)

#TheLegendGreatGhaniKhan

#SaidUllahJan

......

د ښاغليسهېل خټکستر "غني خان بابا" ته د مينې او عقيدت پېرزوينه

ـ

#نظم - دا غني

ـ

دا غني چې لېونے وو، پوهېدلو

دا غني څنګه سړے وو؟ پوهېدلو

دا غني څنګه ژوندے وو؟ پوهېدلو

دا غني د باچا زوے وو، پوهېدلو 

 

دا غني چې لېونے وو او لوئے خان وو

دا غني يو باغي زوے د باچا خان وو

 

دا غني په سوچ مئين وو، خو حيران وو

دا غني پوه په خويونو د جانان وو

دا غني ځان ته وصال، ځان ته هجران وو

دا غني په خپل محل کښې لوئے جهان وو

 

دا غني په څو رازونو ښه خبر وو

دا غني د خواږې مور د زړګي سر وو

ـ

ليک: سهېل خټک Sohail Khattak 

............

#To_And_For_Ghani_Khan

#غنی_خان_تا_او_غنی_خان_د_پاره

 

د يو څو ورځو راهيسي د کتابونو په دوکان تيريدل را تيريدل او زړه مې غوښته چې ځان له ٫٫لټون،، کتاب تر لاسه کړمه. خو کآ يو اړخ ته زما ازموينه ووا نو بل طرف جيب زما بيخي نا وو لکه څنګه چې د هر زده کوونکي نه وی. په داسې حال کې د بابا نه م پيسې واخيستې ما ويل کالج تا زما او د خبره ټهيک هم وا. ولې چه زما درسونه پيل شوی وو. او د خرڅه ما د کالج ډ پاره اخستې واخو د خداي کړه ګوره چه بيا د کاپی شاپ په طرف زما لار شوا. کوښښ مې وکړ چې د کتابونو په دوکان تير شمه خو داسې ونشوا بېرته شاته