(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2021بېلابېل

[08.Oct.2021 - 14:56]

چې يې ځان ته خپل اختيار وي

نه په دوۍ کښې‌د چا کار وي

بس چې مينه خوشحالي وي

په هر کور کښې سوکالي وي

د هر چا په لاس کتاب وي

ټنګ ټکور وي او رباب وي

نو بخت سوال کووم انسانه

او پوښتنه کړم له تانه

چې ته واک ته بد بد ګورے 

مشغلې نه لرې نورے

زه منت کومه تاله

کار ته پرېږدوه ملاله

 

 

 

 

 

عــجـــــیــــــبـه غـــــــونــــدی د ســــتـور د زمـانـــی شـــــو

چـــــــې زاهــــــــــد لاړو ســـاقـــــي د مــــیـخـــانـــــې شـــــو

 

ســاقــی کــیـنـاســتـه د شــیـخ پــه ځــای مــحـــراب کـــې

رنــــــــګ بــــــدل هـــــم د بــــلـــــبــل د تــــــرانـــی شــــــــو

 

ذهــــــن شــــــــــو د زرغـــــــلام تـــــلــــــل پــــــه زرکــــــــړی

ســـــړیـــــتــوب د زر پــــه کــــــچ او پـــــــیــمــانــــــی شــــو

 

د بــدرنــګ او د ښـــایــســـتـه تــــوپـــــیـر هــــم زر کــــړی

ښـــــایــســتـــه دی چـــې خــــاونـــــد د خــــــزانــــــی شـــــو

 

چــې ئــې ذهــــــن ســــتــوری لاړو  زنـــــــدانــــــی شــــــو

حــاجــــــت ورک نـــــور د پـــــــښــو د زلـــــــوانـــــی شــــــو

 

 

د ړنـدو ښـار

دړنـــدو ښــــار دی دلــتـه ښـکـلـو ته کـتـل نه کړي څوک

سـتـرګې دي پـټـې کـړه څه مه ویـنه لیدل نه کــړي څوک

 

دلـتـه د شـپې ورځی تـوپـیـر نه شته دی ورځ هم شپه ده

د تـورې شـپـې نــه رڼـــا ورځــی بــېـلـول نـــه کـړي څـوک

 

دلـتـه پـردی پـېـژنــد چـلـېــږي خـپـل پـېـژنـد نه شته دی

پـه خـپـلـه نـامـه بـانـدې د ځان هم نومول نه کړي څـــوک

 

دلـتـه غـوږونـه اوریـدلـی شـي خـولـې ګـونـګــۍ نـه دي

خلک هر څه وائی خو صرف رښتیا ویل نه کړي څــوک

 

دلـتـه پـوهـان او لـیـکـوالان ړانــده دي نـه ویـــنـي هـیـڅ

ســتـوري ! ته ووایـه څه مه لـیکه لوستل نه کړي څوک

 

 

 

 

زرې زرې مـې زړه دی خو مـې اوښــکــې نــه تــویــېــږي

که اوښکي تـویـومـه نـو اغـیـار پـــرې خــوشــحــالـیـږي

 

تـــوان د مــحـــبــــت او جـــــــذبــــــو دواړه لــــرم زړه کــې

نـو ځکـه مـې احـسـاس د پـاکـې مـیــنـــې نــه ځـــاریـــږي

 

زمـا د مـیـنــې تـــول څـــوک پـــه ډبـــرو کــــوی نـــه شــــي

راجمع که ټول غـرونــه کــړي بـــیـــا هـــم پـسـې کـمـیـږي

 

پـه بــڼ کــې د پــښـتـو بـــه بــیا بــلـبـلــــې پــه ګـــډا شـــي

قـامـي وحـــدت ګلـــونـــو غـــوټـــۍ کـړې دي غـوړیــږي

 

غوږونه که اغیار خپل غوڅـــوي نـــو دائــې وخـــت دی

زمـــــا د مــحــــبــــت ســـــنـــــدره لا پـــســـې جــــګــــیــږي

 

دا ســــتـوری د اســـمــان کـه څـوک په کاڼـو بانـدې ولي

پـــه ســــر بـــه ئـــې دا کـــاڼــــي لـــه اســـمـانــه راوریــــږي

 

 

 

ډیـــــــرو راتــــه لاپــــې کـــــړلــــي بــــریــــت ئـــې تـــــاوول

وخــت چـې د ريښــتونــــي شــــولـــو ټـــول وتــښـــتـیـدل

 

ما د عـشق نغمه راټیــټـه نـکــړه، لا مــــې جـیـګـــه کـــړه

اور د مـــــحــــبـــــت کـــــــې مــــــــې دردونــــــه وســــیـــزل

 

درد شولو سنګک « ۲ » د میــنې اور کې چـې ستي شولو

هـــر څـــــو کــــه دردونــه و، شـــــعــور تــــه نــــه راتــــــلــل

 

ســتـورو پــه اسـمان کــې مـــې د میــــنې نـــــنـداره کـړله

مــا چــــــې عــــا شــــقــــان د مــیــــــنـــې اور تــه رابــلــبــل

 

 

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۲ ) سنګک : کلک ، سوړ

 .......

ارواښاد قيام الدين خادم

 

صحیـح لاره به ښایم، که وم وم که نه وم نه وم  

رښتیـا رښتیـا به وایم، که وم وم که نه وم نه وم

 

د حــق د پیـروی نه می بل څـه په زړه کی نشته

چی څه یمه همدا یم، که وم وم که نه وم نه وم

 

آزاد یـم زیـږیـدلــی بـنــدگـــی کـــولــی نـه شـم

بنـده د خپـل مولا یم،‌ که وم وم که نه وم نه وم

 

په ماته کښتی سپور یم، طوفانونه دی په مخ کی

په دی لاره یی بیـایـم، که وم وم که نه وم نه وم

 

په ټینگ عهد و پیمان چی می بیعت ورسره کړی

دده پــه تـــــولا یــــم، که وم وم که نه وم نه وم

 

د نـاز په خوب ویدی غونچی به ورو ورو ویښومه

"خــــادم" بــاد د سبـا یم، که وم وم که نه وم نه وم

.............

 

 

 

 

سپین

سپين سره مې نه  لګي ،  سپين  دى  د ريا رنګ 

سپين  دى  د کفن رنګ ،  سپين  دى د    فنا  رنګ 

سپين دى د ټګۍ دستار ،سپينې د سپي سترګې دي 

سپين يې جال اوسپين يې دام،سپين دى د ملارنګ

#تور

تور    دى  د  شيطان  لباس ،   توره د  انکار  توره 

تورې  د  غم  سترګې دي ،  تور  دى  د  بلا  رنګ 

تورې  د مرګ پنجې دي ،  تورې د  بو  داړې دي 

توره   د   ماتم   جړۍ ،    تور    دى  د   ژړا    رنګ 

#سور

سور  دى د ګلاب او  د وصال او د خمار  رنګ 

سره  ده د ځوانۍ نشه ، سور بېرته شاته