(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

08.10.2021 ادم حوا سره

[08.Oct.2021 - 14:51]

آدم      هوا   سره    پښتو     ویله 

خدای له موسی سره پښتو  ویله

 په صحېفو کښې د انجیل راغلې 

مرېم عیسی سره پښتو ویله

د خپل آئین د خپریدو په خاطر

زردشت  یما  سره  پښتو    ویله

 یوسف  د  مصر د  عزیز  ماڼۍ کښې

له  زلیخا   سره   پښتو   ویله

 کلونه پس چې له ځنګله راغی

خلکو  بودا   سره   پښتو   ویله

 لکه  چې  ژبه  د عشاقو  وي دا

مجنون  لیلا  سره  پښتو   ویله

 سیزار د مصر د فرعون په خاوره

کلوپاترا   سره  پښتو   ویله

 عیسی امت ته په خطاب کښې  وویل

مریم  له  ما  سره  پښتو  ویله

سهار له خوبه چی را پاڅیدمه

ګل له بورا سره پښتو ویله

 یورپ کې لویه ځویه تاته وایم

نیکه دې نیا سره پښتو ویله

 داپیژند پاڼه خپله ورکه نکړې

چې موردې ماسره پښتو ویله

سرتیر له راین سره د راین په غاړه

له خپل آشنا سره پښتو ویله

-
بېرته شاته