(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.10.2021بېلابېل

[02.Oct.2021 - 10:13]

زما محل/ د غني خان کلی - مخ - ۵۸۳

.

د سیند د سپینو شګو نه مې جوړ کړلو یو محل

دې ټول خرګي جهان ورته حیران حیران کتل

.

کالین می په کې خور کړ، د سرو پاڼو د ګلاب

اوچت یې دېوالونه وو، سازونه د رباب

بیا رنګ مې ور له ورکړ د خوبونو د شباب

هر ګل مې ور له راوسته، ملیار مې کړ بلبل

دې ټول خرګي جهان ورته حیران حیران کتل

.

نرګس مې په غېږ راوړ، هم مېلمه مې کړ رامبېل

د څاڅکو د شبنم نه مې ښایسته جوړ کړ امېل

نسیم په خندا راوړل ژېړ ګلونه د چامبېل

شراب مې ور له ورکړل بیا د اوښکو د بلبل

دې ټول خرګي جهان ورته حیران حیران کتل

.

رڼا مې د سپوږمۍ کړه، د زهرا پستې غزلې

خندا ته د تنځرو ښکلې زرکې ګډېدلې

د ستورو مستې سترګې غلې غلې رپېدلې

ورو ورو پرې مستي راغله، د خدای اور کړ بل

دې ټول خرګي جهان ورته حیران حیران کتل

.

یواځې زه بادشاه ومه، په سر مې تاج د غم

په خوا کې مې دلبره وه، موسکۍ سترګې پرنم

په غاړه یې امېل ښایسته د څاڅکو د شبنم

ماشومه نازنینه پاکه ښکلې لکه ګل

دې ټول خرګي جهان ورته حیران حیران کت.

.........

اکرام الله ګران/ زما غزل - مخ ۵

.

عقله، زه غواړمه دوام د مینې

مه خبروه مې په انجام د مینې

.

مینه یوه ده، رقابت نه کوو

راځئ چې یو موټی شو قام د مینې

.

مې سر مات شو، نه ګرېوان څیرې 

شوغوړچان: ممتازخان

................

د بیدل  یو غزل مې تر پام شو ډېر خوند ﺉې راکړو۔

د هغه د غزل د هر شعر  نه مې د تاثر اخیستو کوشش وکړو۔

دنقد او اصلاح متمني یم. پیروز اپرېدی۔

 

لکه  سیند د خاموشې  لباس مې  واغوست

چې شوم تږې د سوکړې لباس مې واغوست

 

 که  د ټاټ که   د کاغذ جامې ﺉې را کړې

چې وې څنګه  هغسې لباس مې واغوست

 

چې د لوږې شومه تنګ پوشاک مې خرڅ کړو۔

چې لغړ شومه د شپې لباس مې واغوست

 

چی ګرمي  شوہ  نو د ځان نه مې ځان بیل کړو 

په  یخنۍ کښې د تنې لباس مې واغوست 

 

 د ژوندون لباس ډېر ښکلې وي چې سم وي

حېف په څټ مخ د تنګسې لباس مې واغوست

 

ضرورت   د کفن  پیښ نه شو فیروزه

د پریوتي کور ملبې  لباس مې واغوست۔

Lorem Ipsum

......    ........

ښاغلی اباسین یوسفزی ، الوت - مخ ۳۲

.

د غربت سؤې ځواني

لکه ځمکه باراني

.

زما زور، زما ځواني

ستا په حسن قرباني

.

دا د مینې خزانې

زما برخه اسماني

.

عقل تل په ټپو ړوند 

عشق رانجه سلیماني

.

دا د سرو ګلو موسم

دا بې کچه ځان ځاني

.

د زړګي سیوری پیتاو

دا یو ښکلي ارماني

.

صوفي ګرځي په بوراک

مولا ناست دی پېزواني

.

دا د وېرې نه سجدې

دا د ډب مسلماني

.

ستا د حسن ترانې

راته یادې زباني

.

د دولت هر یو انبار

نه دی فضلې رباني

.

په هر تاخ کې دي پراتهٔ

ستا خطونه پخواني

.

محبت څه دی اشنا

سلطاني ده، سلطاني

.

پېښور کې ملنګي

او په کلي کې خاني

.

چې پیدا شومه پښتون 

ربه ستا مهرباني

.

چې ورتلې په اباسین

اوس کوه پهلواني

پروفیسر اباسین یوسپزی

.............

محمدشاه رنګیلا ( یوه ریښتونې تاریخي کیسه )

په وطن د هندوستان کې یو پاچا و

محمدشاه وچې  مشهور په رنګیلا و

له سهاره تر ماښامه مست نشه و

نه د ملک په حال خبر نه په خفه و

حرم ډک وو له ښایستو ښکلیو مېرمنو

په دربار کي وو پلټن د ښکلیو نجونو

هره ورځ به تشېدله ډک خُمونه

نجونو ګرځول د سرو زرو جامونه

ډلي ډلي مطربان ورته راتلله

سریندې وې سیتارونه شرنګېدله

د کشمیر نازکي نجوني نڅېدلې

سره شراب ووچي ویالې یې بهېدلې

که قاضیان که وزیران وو رقصېدله

غوړه مال به یو تر بل مخ کي کېدله

کله کله به پاچا هم په نڅا سو

یوې ښکلي ناوکۍ ته به تر ملا سو

شور به پورته په دربار کي د واه واه سو

د مفتي له خولې به جګ ماشاءالله سو

په ښارونو کي چي هر څه تېرېدله

د پاچا تر غوږه نه ور رسېدله

څوک په جبر څوک له لوږي قتلېدله

غوړه مالو یې عرضونه پټوله

هره ورځ به وې نارې د وزیرانو

تخت او بخت دي وي دایم د مغولانو

رنګیلا ورک وو په جام او په جامو کي

شپه -
بېرته شاته