(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

28.09.2021دمسکانجیب

[28.Sep.2021 - 13:56]

د شهید ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب د لور مسکا نجیب  د انګریزۍ د یو نظم ترجمه 

یاده دې وي چې دا لفظي ترجمه نه ده بلکې trans creation دی 

همدرد ېوسپزی 

 

ډېرې مودې بلا وختونه اوشو 

خو زما نه هېریږي 

هغه چې ما لیدلو 

زه ددې څه خبرؤم 

چې ورستنې دیدن دی 

بیا به یو بل نه وینو 

ابا به بیا نه راځي 

د ابا غاړې نه چاپېره وومه 

وړه وومه نهؤ م خبر 

چې ژوند به لوبې کوي 

وخت به هرڅه ودروي 

 

بېلتونه کور دې راته ښایه 

د زور دې نه یم ننواتې به درځمه 

 

دغه بیا شپږ نويؤ 

د ستمبر د میاشتې 

د ستمګر دمیاشتې 

وه وویشتمه نېټه 

دژوند بېړۍ ودرېده 

دپښتون قام د عظمت 

تلونکې پېړۍ ودریده 

او د بابا د ژوندون 

کړۍ کړۍ ودریده 

ژوندون په یو ځایې تم شو 

لکه ګهړۍ ودرېده 

زما لمدو سترګو کښې 

کون‌‌‌‌‌‌ډه ادۍ ودریده 

افغان اولس یتیم شو 

لکه نړۍ ودرېده 

 

ما ورته وې چې بیلتون شته دی 

کم عقل یار به راته شین د خندا شونه 

 

ما خپل ابا  لیدلو 

د اریانې لارې وې 

په وینو سرې لارې وې 

ارې ارې لارې وې 

زخمي زخمي  ‌ؤ ابا

په جنتي جوټو کښې 

د وینو خال وهلې 

د ژوند په وېړ بیابان 

د وطن پال وهلې 

بیلتون د کور انګڼ کښې

راته دیوال وهلې 

 

په ادېره د مړو راغلم 

خلکه نارې کړمه که غلې تېره شمه

 

د تړمو تړمو اوښکو 

ؤ سیلابونه په مخ 

د ې نړۍ مخ پټؤ 

وو یې ګردونه په مخ 

دا عجیبه نړۍ وه

دغه قیامت یې لېدو 

د قام په ننګ شهیدؤ 

که دا جرات یې لېدو 

پښتون منصور وو په دار 

دغه جنت یې لېدو 

د تورو سپو مخې ته 

دا بغاوت یې لېدو 

که نه زما د ابا 

پښتو غېرت یې لېدو 

 

که دې په جنګ کښې بری راوړو 

زه به په لپو لپو زیری ورکوومه 

 

زه خو بې خوره نه يم 

زه خو بې ورور نه يم 

د وطن دنګې ونې 

دي زما خويندې ابا 

دغه دنګ دنګ غرونه مې 

لکه د وروڼو غوندې 

دا کاڼي کاڼي دشتې 

لکه فاميل دے زما 

دغه سيندونه زما 

دي جنتونه زما 

د خيبر لارې شته دے 

د ماهي پر ګلونه 

زما په سپور اوربل کښې 

د لر او بر ګلونه 

د پښتنې وينې نه 

ستا د  دې سرې وينې نه 

به مونږ خال اواهو 

دښمن به داسې مونږه 

په دې جنجال اواهو 

 

سورے سورے په ګولو راشي

د بے ننګي آواز دى را مه شه ميينه

 

ابا ژوندی دی ګوره 

د اريانې په لاره 

د ازادۍ سنګر کښې 

د خپلواکۍ سنګر کښې 

د ژوند رنګونه دېره 

د خلکو زړو کښې اوسی 

دي ښائستونه دېره 

دې وينې رنګ راوړې

د انقلاب وينه وه 

د ژوند د باب وينه وه 

د سور کتاب وينه وه 

غانټول غانټول سترګو کښې 

ګلاب ګلاب وينه وه 

 

سپرلی به بيا په ګلو راشي 

مدام به نه وي د خزان سپېره بادونه

 

#RemembringDrNajib

Death anniversary

-
بېرته شاته