(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.09.2021منظور پشتین ته

[02.Sep.2021 - 14:55]

خپل پښتون سالار منظور پشتین ته!

 

زما سالاره! یو تاریخ د حق پرستو لولم

زما سالاره! یو منظر د خپل کاروان وینمه

یو پېغمبر دے چې خپلوانو له کالۀ شړلے

بل پېغمبر دے چې چاپېره ترې اورونه بل دي

بل پېغمبر دے چې د مرګ له ویرې خپلې مورکۍ

په سمندر کې د حالاتو په سیلۍ سپارلے

خو لنډه دا چې له دردونو کتابونه ډک دي

بلها دردونه ډېر زخمونو، تاریخونه ډک دي

 

زما سالاره! تۀ باور په خپله لاره کوه

زما سالارهتۀ مزل په دغه لاره کوه

زما سالاره! که د کاڼو ګزارونه هم وي

زما سالاره! کۀ دا واړه ازمیښتونه هم وي

زما سالاره! چې یوسف وي نو جیلونه هم وي

زما سالاره! بې بنیاده الزامونه هم وي

 

زما سالاره! تۀ خبر یې ستا په ننګ ولاړ یو

زما سالاره! د جاهل هجوم په جنګ ولاړ یو

زما سالاره! بلها ګران کار ته مو ملا تړلې

زما سالاره! په ما ګران کار ته مو ملا تړلې 

 

زما سالاره! د بلهاوؤ یزیدانو خلاف

د فرعونیانو،  شدادانو، شمریانو خلاف

د نمرودانو، خود غرضه ظالمانو خلاف

مبارزه مو ده د واړه مردودانو خلاف

په دغه لاره به هر رنګه تکلیفونه راځي

په دغه لاره به ازغي راځي اورونه راځي

خو حوصله به د ایلم د غرۀ پشانتې لرو

په دغه لاره به سالاره طوفانونه راځي

 

مونږ درسره یو تر اخره سلګۍ غم مه کوه

دا مو اقرار دے د انکار تصور هم مه کوه

دا به رښتیا کړو په مېدان د یزیدانو خلاف

دا به رښتیا کړو په مېدان د فرعونیانو خلاف

مګر تۀ غږ راکوه ساه به ترینه مونږه اخلو

تۀ مخ راوښایه رڼا به ترینه مونږه اخلو

 

ځکه مونږ غلي نه یو مونږه بې وجدانه نۀ یو

ارمان مو دغه دے سالاره بې ارمانه نه یو

لاره که هر څومره اوږده ده خو ستومانه نه یو

مونږ په خپل کړي بغاوت باندې پښیمانه نه یو

 

جواد ازار

-
بېرته شاته