(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.09.2021 پلار ته

[02.Sep.2021 - 14:53]

زما د ارواښاد دادا په یاد / ډاکتر حمېدالله زړور ساپی

زما دادا یا زما پلار عبدالملک و

و خپل دين ، مور او هیواد وته صادق(ک) و

 

د مور یو زوی و توکل ېې پر یو خدای و

وء خاوند د لوړ همت او رهنمای و

هم عالم و ،هم بزګر و، هم مدير و

د بزګر،بڼوال ،شاګرد معلم  خیر خوای و

 

د ولس، د قوم ،دژبې خدمتګار و

له سرهء کمر تر تګاو ساپی ولاړ و

اله سای تر کوهِ ې صافي او کنړ ویاړ و

وزیرستان، قندهار که ڼنګرهار و

 

نیم جهان ېې و ليدلی په ځوانۍ کې

شرق کې هند ،غرب کې آن کنیډي ماڼۍ *۱کې!

زراعت او ځنګلداري ېې مسلک و

معارف کې و ماهر پېداګوژۍ *۲کښې

 

خو افسوس چې داخلي جنګونو زوړ کړ

نيمه پاتې ارمانونو ې زړه ناجوړ کړ

په نهم د سمبلې کال څلوراویا *۳

اوه شپیتم سن کښې ې لغمان په جنت چهوړ!*۴کړ

 

اووهء(۷) اولاده کې ې زه حميد زړور یم

د هغه له لارښوونو بهره ور یم

 

زما دادا یا زما پلار عبدالملک و

چا ېې قدر زده؟ بلکه مستوفي الممالک *۵و!

.........

یادوءنه: *۱: کِنیډي ماڼۍ ( لمړی ځل د امریکې سفر کې ېې د پریزډڼټ جان اف کنیډې سره سپينې ماڼۍ کې کتلي و!)

*۲: پېداګوژي ( د ماشومانو د ښوونې او روزنې سایکالوژي علم)

*۳: څلور اویا = د لمریز هجري ۱۳۷۴ . کال =۱۹۹۵م.

*۴ : چهوړ! = مانا پرېښود.( هسې دا اردو ویی مې د بیت د وزن لپاره پکر ته راغی ؛ که نه په اردو مُردو نه پوهېږم ) ؛؛ صرف د پخوانیو هندي سینمايي فلمونو له ګانون  نه مې ماغزو کښې ګرځي !!.

*۵ : مستوفي الممالک  پخوا د ماليې وزیر لقب و!

-
بېرته شاته