(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

02.09.2021تالېبانو ته شعرونه...

[02.Sep.2021 - 14:48]

ځیني هغه شعرونه چې د طالبانو د واکمنې پر مهال او تر هغه بیا لږ وروسته  ویل شوي :

د دې له پاره مې جلا کړل چې په کې ځیني ټکي دي چې په هغه وخت او زمان کې زه پرې پوهیدلم ، خو زمونږ یو شمیرسیاست مدارانو چې د پوهی او باخبری دعوی کولی هغوي ورته لاسونه لپه کړي وو، او دعاووي ورته کولي ،خو زه فکر کوم چې په هغه ټکو چې هغه وخت زه پو هیدم شاید چې ځیني خلک تر ننه پوی نه شوي نه وي. (سید عبیدالله نادر)،

 

جهانی علم    

کال۱۳۷۸پیښاور

طالب د علم ته او طالبانو ته

په طلســـم د معرفت ، زړه کي راوړئ روښنایي

چي د ځــــــان او د جهان سره مو وشي ، آشنایي

چي روښانه زړه ضمیر شی ،په مشعل د معرفت

نو پیدا شي په انسان کي ، بصـــــیرت او بینایي

ځان سمـــــبال کړئ ، په پوهنه او علومو د زمان

له تیارو څخه راووځــــــــئ، مخ په لور د رڼایي

کایينات مسخر کیږي ، په علم او په حکمت کې

مونږ له لاســـــه څخه وځي ، ښه وختونه طلایي

قـــــــــــــــافله ده دبشر ، کهکشان په لور روانه

زمونږ ګډه ، دنفاق ده په هر لوری رســـــــوایي

ډیر کورونه کړل تباه ، د اقتدار په ســـر جنګونو

په لکونوشــــــــــول برباد، او څه اخته په ګدایي

ای دعلم طــالبه ، یو پراخ نظر پیدا نظر پیدا کړه

چي دا ســـتونزی نه حل کیږي په دي وچه ملایي

طالبي علم دي پریږده ، جـــــهانی علم زده کړه

چی حکومت او ســــــیاست غواړي فهم او رسایي

په ستره جامو کي کشینه په یو ګوټ کې د جومات

د سینګار لپاره کش کړه ، په خپل سترګو سلایي

ته طالب یي دجومات ، ستا به څه جهان بینی وي

علم و فن د زمـــــــــــــــانی سره دي تل ده جدايي

هری چاري دي په ملـــــــــک کي ، په ټپه دریدلي

حـــــکومت که سیاست دی، که دي چاري قضایي

حکومـــت به هغه ښه وي ، چي نړي وي پیزندلی

خدای دي نه ورکــــــوی چاته ، پادشاهی د تنهایي

په آســــــانه چی راسپړي ، هری غوټي د مشکل

دغه لاس د مـــــــــــــعرفت دی دا ده پوهه دانایي

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

 

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳۷۸کال پیښاور

د پردو غلا مان            

د زمانی لــــــــــدي ناخوالو ، ظلــــــــــمونه دي تیریږي

په فصــــــــلو د امیــــدونو، آفتونــــــــــــــه دي تیریږي

له یو بلا خــلا ص نه یو، په بل بلا یو اوښــــــــــــــتلي

د هستـی په سمــــــندر کـــــــــې، طوفانونه دي تیریږي

عالمــــــان د زمــــاني مو جــــــــــاهلانو نه، کم نه دي

چا ته حـــال ویيلي نه شو ،پټ دردونه دي تیــــــــریږي

د پر دو له خو لي یي زده دي ، طو طي واره څو خبري

د بید ردو غلا مـــــــــــــــــــانو ، نو بتو نه دي تیریږي

په جـــــــامو د فرشتو راځي ، اصـــــــلاح لپاره خلک

په مونږ د استـــــــــــــعمار ، زاړه چمونه دي تیریږي

د زمان د علــم و فن نه ، بی بـــــــهرې مـو طالبان دي

چی  کـــــــــاروان باندی د علم ، یر غلونه دي تیریږي

دروازي د معرفت شــــــــوی، جــاهلانو په لاس پوري

په دي دردمنو خلــــــــــــــــــکو ، ظلمتونه دي تیریږي

مهـــار د کــــــاروان مو د ریا کــــــارزاهد په لاس دی

په بی لارو بــــاندی سر یو ، زحمــــــــتونه دي تیریږي

حـــــــاکمـــــــان مو د زمــــــــــان لري تیــاره ذهنیتونه

څـــکه دي قومونو باندي ، کـــــــــــړاونه  دي تيریږي

په مذهب باندي کړي لوبی،زاهــــــــــدان د خرقي لاندي

د سپیڅلي دین په حــسن ، چپـــــــــــــــاوونه دي تیریږي

دوی خصلت د دیو و دد دی ، مصلحت ته غاړه نه ږدی

د دردمــــــــــــــــنو په زخمونو ،ګـــذارونه دي ټیریږي

په مـــکاره زمـــانی باندی، همــــــــــــــه واړه تیر وتی

غــافلانو زمـــــــــونږ له مخـــــي صــــفونه دي تیریږي

یو همدرد او د احســــــاس خاوند په دي رباط کی نشته

د بیدردو بی احســـــــــاسو کـــــــــاروانونه دي تیریږی

چي کـــــــــــاږه ږدي قدمونه ، نادانان په دي محفل کې

د احســـــــــاس پر خــــــاوندانو ،قیــامتونه دي تیریږي

لنـــګری په درانه خوب کې  د سنــــــډا په څیر پراته یو

د د نیـا زمونږ له مخی ، ښـــــه وختـــ-ونه دي تیریږي

د انتظـــــــار سترګي شوی سپیني، په لټون کي د پهبود

د نن سبا په طمـــــــــــــــــع ، میاشتي کلونه دي ټیریږي

په بیلــــــــــــــتون کي دوطن،زمانی دي په مونږ اوړي

غلامانو په ملـــــــــــــــــــکو کې ، محنتونه دي تیریږي

کایينــــــــــــــــــات مسخر کیږی، د بشر په هڅو باندی

په مونږ په دغه دور کي ، وحشــــــــــتونه دي تیریږي

 

 

کال ۱۳۷۸پیښاور

لټون

څوک وي د زړه په ستر ګو ړوند ، په غوږو کوڼ

چا وي پرانستـــــــــــــــــــي بېرته شاته